![]() |
![]() |
|
| قال رسول الله(ص) :: مــن عــــرف نـفـســـه فــقـــــد عـــــرف ربــــه :: الحدیث |
|
دبلیو بوش با کفش ده شماره ای زده شده است. خیلی عالی شد. روزگذشته شاهد بودیم که یک کفش که شماره اش بگفته خود بوش (۱۰) بود از طرف یک شخص عراقی همراه با کلمات توهین امیز (سگ ) به طرف جورج دبلیو بوش با احترام منفی ۱۰۰ درجه تقدیم شد. واقعاْ آقای بوش فعالیت زیادی نموده است. برای خود و ملت خود بجای اینکه گل بکارد خار مغیلان کاشته است. افراد امریکایی در هوتل های ممبیی هند مورد حمله قرار می گیرد خودش مورد حمله چپلی قرار می گیرد . اشاالله عساکرشان در عراق و افغانستان مورد اصابت گلوله های مهربان قرار خواهند گرفت . و خون شان موزه های سرخ و پیراهن های گلابی را برای خود شان تبریک خواهد گفت .
|
|
+ نوشته شده در
سه شنبه 1387/09/26ساعت 16:33 توسط Abdul Jabar Mutmaen ( غفاری ) |
|
|
د کتاب نوم وريښمين ټال شاعر
الحاج داکتر عبدالله جان مسکین یار
لیکونکی
عبدالجبار مطمئن غفاری
کال 1387
د کتاب ځانګيړنی:- 1- د کتاب نوم « وریښمین ټال 2- دشاعر نوم « الحاج داکتر عبدالله جان مسکین یار 3- د لیکونکی نوم «عبدالجبار مطمئن 4- د کتاب موضوع « شعری ټولگه 5- د جاپ نوبت « لمړنی کتاب » 6- طرح عبدالجبار مطمئن
بسم الله الرحمن الرحيم
دقدرتونودمالک په نامه !دعشق اوميني دخالق په نامه
گـرانو مينه والو او خوږو لوستنکو: څرنگـه چي د تاريخ په زرينو پاڼوکـي د پښتو ژبي د ښائسته کهکشـان سياري او ستوري په څو څو ځله ځليدلي او د شنه آسمـان د ښکـلا سبب گـرځيدلي او دځمکـي هـري عـلاقي ته ئي جلا جلا روښنايي ور په بر خه کړي ،نو دادی يو وار بيا د پښتو ادب روح ښاد او نور زياد شو.داځلي دپښتو ادب يو وريښمين ټال جوړ کړي او غواړي دنړي کـونج کـونج ته پکـي وځانګـي .چي ددي زرين وريښمين ټال پيدونکـی د پښتو نازک خياله شاعر او دفراه ولايت د خاکسفيد ولسوالي د خوست دکلـي اوسيدونکـی ،ښاغلي الحاج ډاکـتر عبدالله جان (مسکينيار) دي . کـه څه هم ښاغلي مسکين يار زما نږدي قـريب او گـران استاد دي ،ليکـن زه دلته د خپل استاد په هکلـه سـريزه نه ليکـم . بلکـي دهغه دپيدلي نظـم او جوړکـړي کتاب په هکله غواړم څه ووايم. دغه کتاب چي (وريښمين ټال ) نوميـږي او پر (( )) شعرونو مشتمل دي د ډيري مودي راهيسي همداسـي دچاپ لپاره چمتو او تيـار وو . اما ښاغلـی (مسکينيار) داقتصادي لحاظه د ډيرو نورو فـراهي شاعـرانو له ډلي څخه دی . نو ځکـه هغه ونه شو کـولای چي دا زرينه تحفه څه موده مخکـي د پښتو ادب ودرانه حضور ته ډالي کـړي.خو اوس هم ناوخته نه دی ، ښه شو چي اوس موقع په گـوته ورغله او دا ارزښتناکه اثر يي چاپ ته ورسولو . زه نوره خبره نه اوږدوم ، دا تاسي او دا وريښمين ټال لاړسی او خوند تري واخـلی . عبدالجبار مطمئن غفاري
حمد
الحمــــــــــدلله شکـــــــر چي مولا مو دی غــــفــــار هم رحمن دی هم رحيم دی هم منان دی هم ستار
بادشـــاه دمخلوقاتوهـــــــم صانع دموجوداتو بلا کيــف لامکان دی ذولجلال دی کـــــردگار
شپه اوورځ لـــــمر اوسپوږمي يې پيداکړي دا قدرت دلايزال دی ټول په دې يو خـــبردار
جگ جگ غــــرونو اوسندونوته چـــي گورو په زرگــونــو دلايل دي چي موجود پروردگار
نه وهيچاته محتاج دی په هيڅ کاراوهيڅ زمان کښي اسمانونه دي که مځکـــي کاينــــات يـــــې تابع دار
سرکښي د اوامرو هيڅ انسان لره نه ښـايي داسي رب چي دی ناظر پر هرعمل اوهرکردار
بارانــونــه د وريــځــــــــو څخه اوروي قـــــــــــادردی په قدرت کې هيڅ شک نشته موږ مريان يودی بادار
نعمتونه يې بې شميره دي راکړي غنـــي خداي اوس په مخ موسخته لار، د ده رحمت ته اميدوار
که انسان په حقيقت پرگناهونوسي پښيمانـه زموږ مالک کـــــــريم غفور دگناهونو دی غــفـار
زه بــي حده اوبــي شميره ستا حمد وايم زما ربه مسکين يار عبدالله جان يم شپه اوورځ په استغفار
لويه خدايه
خـدايـه راولــي گـلـشـن کــي بـلـبـلان بـيـا زموږپه اُورسوي وطن کي شنه طوطيان بيا **** لـويـه خـدايـه پـه سـرتـور سـرمـناجات کړم اوس مـو وبخښه په روي دسـپين قـرآن بـيا **** دانـفـاق شـقــاق مــو لــيري کړه دصــيفـه په اخـلاص مو سره يو کړه مسلمانان بــيــا **** اتـــحــاداو اتــفــاق مــو را نصــيــب کـــړه ستا حضورته به شفـيع کړو پيـغـمبران بيا **** لويه خدايـه تـه رحـمـن او هـم رحيـم يـې پـه رحـمـت يـو نـظـر وکـړه پـه احسان بيا **** زمـــوږ وطــن د اولـيــاوو پـــاک مـرقـــد دی اوس ښخ شوي دي وطن کي شهيدان بيا **** لــويــه خدايه داســلام محــافـظ تــه يــې په وحدت مـو سـره يـو کـړي افـغـانـان بـيـا **** دخراب مسـجد مـحراب تـه چـي نظر کـړو دزړه آه مـو ده خـتـلـي تــر آسـمــان بــيــا **** لويه خدايه دښـمـنـان موټـول نـاکـام کـړه په سـرو سـتـرگـودر تـه ژاړي يـتـيـمان بـيا **** (مسکين ياره)ده زړه درددي خداي دواکړه د دي دين دفـاع به وکړي نور غـازيـان بيـــا
تاریخ 1372/2 /1
|
|
+ نوشته شده در
دوشنبه 1387/09/25ساعت 13:25 توسط Abdul Jabar Mutmaen ( غفاری ) |
|
|
اي مجاهده!
اي مـــــجـاهده ستاوکلـــــکوارادوته ســـــــــــــــلام ستا وغيرت همت اسلامـي عـــقيدوته ســـــــتلام ***** چه کـــــــمونزم دي جـهان کـــــــــي ريښه کنه کړله ستا داســد غونـــدي ســرتــيره گـــــزاروته ســـــلام ***** چي په سنگرکي دي دځان اسلام دفاع وکـــــــــــړله ستـــــــادفــولاد غوندي وکلـــکو سنگروته ســـــــلام ***** افغــانيت پښتــون والـــي دي بيا روښانه کــــړلـه ستااحمدشاه باباميرويس نيکه نيکو ته ســلام ***** که شهيدان دي دسنگر زمريان ملگري شولـــــه ستادزړگــي ټـــوټـــويارانـــو وقــبروتـــه ســـــــــلام ***** دشهيـدانو پرمـــزار لاله گــــلان شنـــه کيـــــــــږي ستا د دو سترگو وينې رنگ اښکو لالـوته سلام ***** ما د لالـــه پر زړگــــــــي تــور داغـــونه ولـــيدلــــــه کړم ستاد مور اوپلار دزړه تورو داغوته ســـلام ***** چه دقرآن ننگ اوناموس پرنام دي ځان کـي شهيد ستــــا دي ميړاني شجاعت او کــار نامو ته سـلام ***** قـلـم او زه ســتا په يادونو باندي شــپي روڼه وو کړم مسکين يارعبدالله جان ستاخدمتوته سلام
27/8/ 1370
دفکر ټال
ځه دفــــــــکر ټاله دا جنــــون راته اشنـــــــــادی ريگ که حجازي دي خومجنون راته اشنادی
څاه که دکنعا ن دی لري پروت په بيابـــــان مصروزليخاوړوندمحزون راتـــــــه اشنـــادی
بـــــلخ ومـــولاناومثنوي که راڅه لري دي مــشرجهاني په ښه مضمون راته اشنادی
نسته بريالی عبــــدالغفاردخپل اهـــــاړسره سورکفن په سرووينوگلگون راته اشنـــــادی
عبدالخالق سيداوخپل دِلريش به ولي هيرکړمه يار مـــــي گلبيـــداراوځيگــرخـون راته اشنــــادی
وصل اوقراراوکاميابي که مي نصــيب نه شوه هجرلوندگــــــريوان اوخوږلړمــــون راته اشنادی
تيـــرسوټوله عمر تاريکو او تورتمونوکي په تــــمه دصبايم صبـــــاوون راته اشنادی
ولي به چپيږي مسکین يار عبدالله جانه سرکه نذرانه دی خو ژوندون راته اشنـادی
دفراه ولايت : 15/2/1387
تور په رڼـاکي دسپين مخ درومي کاروان تـور پر رخســــــار دي ازلي خال دجــانـــان تــور
داتـــــورسـوی دی ژړلــمـــــر زمــــا دبختـــــــه راته ښـکاري کــاينـــات اوټول جــهان تــور
دايه زلفي دي پرتـي پـرسپينــــــه غــــــــــــاړه که پـــــراته پرخـــــزانه دي ښـــــامــــاران تــــور
ښائسته کـاکـــل یې پروت دسـترگــــــــوشاتـه څـــــاه دزني تې لـــويدلـــي زررندان تـــــــور
دادي څــــه ورتــــه ليکلـــــي دي فـــلکــــــــه چي تک شين زړگـی دی نن دآسمـــان تــــور
دنرگس اوښکــــي بورا په پټـه نـوش کــړي پــربلـبــل بــاند يې زړه کـــی دبــاغوان تور
پـــه ژړاچي ورتـــه نــسي خــــوار زاهــــــــــده لا پخوا واعظ تړلـــــی ستــــا پرشـــان تــــور
ستــاخـوبـونـه بـه رښتيا سي مسکين ياره په تورمخ چي دي ليـــــــدلـــي رقيبــان تور
{داکتر عبدالله جان {مسکين يار} 10 / 5/ 1385
ژر ژر
دلـبر راغی وڅنگ تـه ۞ اغـياره ولاړسه ژرژر بلبل پـر گل مـين دی ۞ نور خاره ولاړسـه ژرژر
سرو لبو خماري کړم ۞ يار جام په لاس کي راکـی ساقــي نوبـت زمـادی۞ کتاره ولاړسـه ژرژر
دا سترگي که پيالي دي ۞ شراب که پيمـاني دي زړگيه اوس اسير سوي ۞گرفـتاره ولاړسـه ژر ژر
دا عشـق که مـحبت دی ۞کـه ناز او نزاکت دی دلدارپه حـال خـبر دی ۞ رويـباره ولاړسـه ژر ژر
دازلفـي ښـامـاران دي۞ پراتـه کـه ځنځران دي دامـونـه غـوړيـدلي۞ په تلـواره ولاړسـه ژر ژر
خندا کـړي که ژړاکـړي۞ ښادي که غم پرمـاکـړي د ياردغــه خـصلت دی ۞ افـگاره ولاړسـه ژر ژر
لمبـي دي کـه اُرونـه ۞ هيـري کـه جسدونـه دهـجـر اور مـي بس دي۞انـگاره ولاړسه ژر ژر
فـرقـت که مـلاقـات دی ۞دعشق دامکافات دی پتنـگ پـه شان سوځيږي۞مسکين ياره ولاړسه ژر ژر
دانسان زړه
راشه وگــــــوره انسانه دانســـــــــــــان زړه په تش آه يې چي سوځلی دآسمــــان زړه
بشرنه دی چي بشر په سترگوگوري په دردويې کباب نشي دوجـدان زړه
زموږنبي خيرالبشر بشردوستــي کـــــــړه په اوصافوچي ئې ډک دی دقـــرآن زړه
دادصــــلحي امنيت کاروان کي درومو چي نصيب موکردگارکړي داحسان زړه
راشه وکړه خدمتونه ای مسلمـــــــه دبيوزلـــو کړه آرام نن دآرمــان زړه
دمظلوم دفاع نصرت کي آزموده يو ډک دويــــاړاوافتخار دهــر افغان زړه
دايمان تقـوادشمعي پتنـــــگان يــــو اسلامي ډيوي روښان کړدجهان زړه
که رضا دالله غواړي مسکين ياره پــاک صفااوفولاي کړه دايمان زړه هرات 25/2/1375
بندي ګل داغـزو پـه مـنـځ کــي ګل ګــوره بنـدي دی دبلـبـل ځـيـگــر نښـــان ددي ښـکــاري دی •¨©ª خـنـجــران کـه با ندي اوري باک يـې نستـه مسکين يار ددا سـي مينـي شيـدايـې دی
زړگِيه زه لتــاسـره ملگري يم زړگيـه ته کــړي ناسته دخوبانو په محفل کي *** داداغونه دهجران چي ماليـدلـي ته به هم داسي سوه ځيږي په کوگل کي *** مسکين ياريم داوصيت درته کوه مه چي ورگډنسي دزلفوپه ځنگل کي
په مينه ډاکتر عبدالله جان {مسکين يار }
{ساقي} ســــاقـــي يــوار راووزه يــو کـتـل کـــړه مــــــســتــانـه سـلـگـونـو پـــه زرگـونـو درتـــه نـاسـت عـاجــــــــزانـــه *** کتارکتارعشاق دي ده ديدن دي ټـول مشتـــــاق دي ټـوک ټـوک سينــه کبـاب دي ټـول پراتـه مـريـدانـــــــــه ***
سـاقــي دمـحـبـت خـــم پراوږوکـه بســـــــــم الله کــــــــــه پيــالــــې مــــوکــــه راډکــي دکـــوثـر پــــــه پــيمانــــــــــه ***
کـــلـونـه انـتــظــار يــو دلــيـــــــــدو دي اميــــــدواريــــو ســاقــي نــوبت زمــــوږ دی خـــمـــــاريــان يــــوســـالانــــــه
فراه ولايت تاريخ 14/3/1382
{ داسي آزادشولي}
داسي آزادشـولي په فضل دسبحان وطنـــه تابه آبادکړمه کــــــه وم پردي جهان وطــــنه
**** هـــــــريوافغان چي يې شدي دپښتني رودلي ته يې هم ننگ هم يې ناموس هم ايمان وطنه
**** ته يې ميراث داحمدشاه بابا ميرويس هوتکي تاکې پراته دي صحابه اوشهيدان وطنــــــــــه
**** ســتاجگ جگ غرونه سيلابونه اوسندونه گورم ستاده نسيم په بادمي ښاددي روح روان وطنه
**** ته مي ټوټه دزړه پرته يې دآسياپه زړه کي ستا پرنامه باندي به سرکړمه قربان وطنـه
**** ستـــــــــا د دښتو غرو کاڼي بوټي جواهرلعلونه اوس دي بچيان ساتي په زړه کې دامرجان وطنه **** اوس که دکفــردستــم ويرانه ښکاريــږي تابه په فضل دمنـــان کړمـه ودان وطنـــه
**** ډيروغــــازيانو ځان فدا کړســتاپرخـاوره بانـــــدي وسي سرلوړی په جهان افـغـــانستان وطنـــــــه
**** اوس که خدمت کړي دوطن خپل مسکين ياره وروره خدای دي کامياب لره په دي فکــــــر گويان وطنـــــه فراه ولايت : 25/7/1371
ژاړي ژاړي شاهان اميران حاکيمان ژاړي ژاړي بــادارو نــادار فـقيـــران ژاړي ژاړي ♣/♣/♣/♣/ ظـالـم او مـظـلـوم مـدفـن او کـفن رخسار ومژگانوچشمان ژاړي ژاړي زعـــيــــــــم وزهــيـر زمـيـن وزمـان زهــره وزحــل وآسمـان ژاړي ژاړي ربــاط ومـزل وســفــر وســقــــــر کـاروان وسـاربـان بيابان ژاړي ژاړي نرگـس پـلاتـس و مشــک ختــن شبنم وشاهين وشبان ژاړي ژاړي رويــبـار ودلــداروقــاصــد وکـاغــذ رقيــب ورهــبرو رنــدان ژاړي ژاړي زاهـــد وتـقــوا وپـرهـيـز و تـوبــي ريا وتســبي وگــريوان ژاړي ژاړي زاغــان وقـمـري وبـورا و ژړگـــــل بلبل وسـنبل وباغــوان ژاړي ژاړي ساقي پيـمانې ومينا و مســتان شراب وپـيالې وخـمان ژاړي ژاړي ســايل وسـاحل وصـحرأ وسـحر درياب و څپـې وطـوفـان ژاړي ژړي وطن و مسکن و رقيب و قـريـب مسکين{مسکينيارپه گريان ژاړي ژاړي
حاجي عبد الله جان مسکين يار تاريخ 1385
|
|
+ نوشته شده در
دوشنبه 1387/09/25ساعت 13:23 توسط Abdul Jabar Mutmaen ( غفاری ) |
|
|
ساقي
کـه کـتـل کـړم ديـار حـسـن دی مـهـتـاب ساقي ماته دي پياله کړه ديارسترگي دي شراب
♣/♣/♣/♣/ ساقي وينه دزړگي مي اوس په جوش ده ســتا د ســـرو لبــــو خـنـــدا کـــړمـــه کـــبـــاب
♣/♣/♣/♣/ کـه مــي زړه ديار په ميــنه کي خمـار دی ســاقــي مســت يـم پـــه لـيـدو دعـشـق دبـــاب
♣/♣/♣/♣/ ساقي سترګي دي دوينو ډک جـــــامونـه زه پــه جــام د خــپــل ژونــدون يــمـــه ســـيـراب
♣/♣/♣/♣/ دا ساحل مي دځواني کـــــه پــه څپو شي ســاقـي مــی او مـيـخـانـه بـه کــړي غـرقـــاب
♣/♣/♣/♣/ ساقي خم ميــنا دي ټول کـړه زمــا دمخـي روح روان مـــي خـــوښ آزاد دی تــر نــقـــاب ♣/♣/♣/♣/ زه نشــه د خپل ځــواني پـه پـيـمـانـه يـــم ســاقــي ســتا ډيــر نـزاکــت کــړم پـه عذاب
♣/♣/♣/♣/ ساقي ټول ميخواران وينم درته ناست دي زه ديــار لــوري تـه ځـمـه پـــه شــتـــاب
♣/♣/♣/♣/ ساقي خپل ژوندمي هم يار او هم دلبردی اوس تـــه ليري کړه دمــخــه څــخه حـجــاب
♣/♣/♣/♣/ {مسکين ياره}دکوثر په حوض سيراب شي ســـاقـي نـور دي مـريـد نـه يـم دکــتــــاب 5/2/1372
عشقه عشقه مه راځه پرزړه مي دی خفگان چپ او س روان يمه پــــه لوردقـبرستان چــپ
♣/♣/♣/ عشقه مه راځه په زړه مي ډير ښخ سوي دخوبانو دنظـــــــــــر تیره مـــــــــــژگان چپ ♣/♣/♣/ عشقه مه راځه دزړه وينـــي څښمــــــه د هيبته مي عشاق سوه پـه گريان چپ ♣/♣/♣/ عشقــه مه راځه ټپ ړوند يم راته گوره تر ليمو مي وينې رنگ اوري باران چپ ♣/♣/♣/ عشقه مه راځه انصاف تا لره نشــــــته جنازه مي پر اوږو وړي رقيــــــــبان چپ ♣/♣/♣/ عــــشقه مه راځه بدنام په ټول جهان يم اوس دقيس په شان به ځم په بيابان چپ ♣/♣/♣/ عشقه مه راځه بيزاره دژوندون يـــــــم نن له تنه مي کوچ سوی روح روان چپ ♣/♣/♣/ عشقه مه راځه بي رحمه ډبر ظالم ئي پر بدن مــــــي گرځيدلي ښاماران چپ ♣/♣/♣/ عشقه مه راځه لمبو داور کي سوځـــم په افسوس مي ننداره کړي پتنگان چپ ♣/♣/♣/ عشـــقه مــــه راځه داغه جفادي بس ده مسکين ياره کښينه کنج کي دزندان چپ
تاريخ : 25/10/1376
مکو ي دوي ښځي
تنــگ راتــه عـــالــــــــــم سو دمــ ـاينو لــــــه شــــرارتــــــه مکو ي دوي ښځـي کــه مـــوغــــواړی خـپـل عـــزتـــــه •••• جـنـگ جـــهــانـي بـي وي جـوړکــــــړی پـه خـپـل کـورکــي نه به مــوردگـــان پــريــږدي آرامــــــــه پـخپــل ګــورکـــــي بوټ او چــمپـلان بــه تـــــل اوريــږي ســـــتا پـــــــرڅــټــــــه مه کوي دوي ښځــي کـه مــــوغـواړي خـــپل عــــــــزتــــــه •••• نــن يـــې کــوچـنـيـان سـبــاچــرگـان بـهـانـه کـــــــړي وي بــلــــــــه ورځ چــي گــــــوري تــرپـيچـــوسـره نـيـولـي وي وايــــــې يــووبــل تـه نــه طــائـــفــه لــــــــــري نـــه خـټــــه مکوي دوي ښځي کـــه مـــوغــــواړي خــپـــل عـــزتــــــه •••• کـــورکـــــلي خــوڅــه کـــړي وطــن ټـولـــــــه پـــه خبرسي واي دوزنــــــــه چــــــي خـــاوري دي زمـــا پـــه ســـرســي ســـري مــاښـــام شـــي روان ژرژر مــــخ پـــرمــسـجــــــده مکوي دوي ښځي کـــه مـــــوغـــواړي خــپــل عــزتـــــــه •••• ښــځـــي بــه يـــويـــوکـــړي چـــي واوري دغــــه شـعـرونه گوتي به پـه غـــــاښ کي واي دا څــــــنگــــه بـــــيـتــونــــه څــــــوک وودا شــــاعـــــــر دومــــره خـبـــر پـــــه حـقـيـقـتــه مکوي دوي ښځي کــــوموغـــــــواړي خـپـــــــل عـــزتـــــه •••• خــــواره دوزنــــه ستـــادزخــمــي زړه دردمـي ولــــــــيکل خپلــه مسـکيــن ياريم دامــي خـپـل په ستـرگـــوولـيـدل وکــــړي يـــــــوه ښـــځـــه کــــــه اوری زمــــــــا وصــيتــــــــه مه کوي دوي ښځـــي کـــه مـــــو غواړيخــپــل عـــزتــــــــه فراه : 17/3/1374
هر ماښام *** هــر ماښام چي محبوبا پر بام راخيــژي اُفـق اخــلي لـــه هـيـبـتـه دحنــــا رنګ *** که افتاب دی که مهتاب يې احترام کړي فـلـک اخـلي لــه حـيـرتــه دقــبـــا رنـګ *** دکاکل لښکريې پروت پرسپين جبين دی رخـسار اخـلي لـه وحـشـتـه دحـيـا رنګ *** ورسـه ورسـه احـترام تـې مسکـين ياره چـشـمـان اخـلــي دوصـلتـه دمـينـا رنګ
20/3/1373 فراه
{ واوره ځواني }
واوره ځواني تل به دي داسي طوفانونه نه وي هغه دوستان هغه ياران اومحفلونـــــــه نه وي
لــــکه دشمع په شان سوه ځي هرمحفل کي دعشق هغه عشـــــا ق اودلبــــران او مجلـــــسو نــــــه نـــه وي
روح او روان دي قر با ن کړي تر خندا د جانا ن هغه سري شنـــډي شرا بي او ډک جا مو نه نه وي
دواړه ليـــــمي دي د هوســــه وي دوينو چشمي هــغه سري شنډي شرابي او ډک جامونـــــــه نه وي
ټوټــــي دزړه دغوښو سوه ځوي داور پــــه لمبـو هغــه غـــــــرور ليونـــــي مينه او دامونه نـــه وي
تل د زلفانو په مــــارانو شـــــــړيدلی گــــــرځي هغـــــــه زهر جنه ښاماران او ځنځيرونه نه وي
جدا دخپل او بيگانه څيري گريوان پر صحـــــــرا هغــه جنـون دي تــــر ابــده په رگــــــــونو نــــــه وي
ښخ خنجران دي پر ځيکر باندي ته خوښ په دي حال هغه مـــژگان پـــــــــه تيرو غشـــو په وارونو نــــــــه وي
په ټال دخيال کي دي ډير کړي دنازو خــــو بونه هغـــــه خوبونو به دي هيڅ بيــــــــا ديدنونه نه وي
ځواني دخداي روي مي در وړي نور مي پريږ ده قرار هغه زخمي { مسکين يار } ويني بې دردونو نــه وي
{ اشناته ژړل }
ماوه اشناته په سرو سترګوژړل زما پر ژړا اشنا نظزنه کــــــــــول
ماورښکاره کړدزخمي زړه پرهار دزړه پرهــــار اشنا پرهار نه بلل
لکه مجنون پربيابان گرځيــــــدم اشنا لا قيس په ليونتوب نه منل
زه پـــــــــروانه پر شمع وسوځيدم اشنا په اور هــــم سوځيدل نه منل
لکه فرهاد به ځان فدا کړمه زه يار دفرهاد دتيشي وارنه منـــل
سوم {مسکين يار} عبدالله جان په ژړا چي مــي اشنا راباندي زړه نه سوځل
16/8/1370 پيښور
{ پسرليه ستاراتلوته }
پسرلیه ستاراتلوتــه انتظاريم دخزان بادو وهلي اوبيمار يـــم
پسرليه ستاراتلوته خوشحال نيم سرگردانه مها جر او خوار و زار يم
کاينات موجو دات ټوله ســـــتا ديدارته انتظار کړي مياشت فصلونه خبردار يم
پــــه شبنم دي اوبه کړي بوستانونه طوفانونه مي داوښکو لوند رخسار يم
ياسمين نرگس مريم ترتا فــــدا دي زه فدا ترخپل وطن که سرپه دار يم
ســــتا وريځو کي رحمت بارانونه زه په اور کي د مرميو او بمباريم
ستانسيم په محبت پرگلاب راغـــــــي زه خوشحال په محبت دمعلول پلار يم
شگوفي نازک بدن هم ستا احسان وړي ديتيم دنـــــــــــــــــازک زړه زه خبردار يم
بوستانو که سري قباوي دي اغوستي سورکفن چـــــي دشهيدوينم خونباريم
تا لمني دغرو ټوله رنــــــــگارنگ کړي سنگرونه دي په وينو زه شرم ساريم
آبــــــــــادي چي تا راوړي وه دنياته زه په فکر دخراب مسجد او ښاريم
پسرليه هغه وخت درته خوشحال يم چي اسلام وطن آزادوي بــــــــرقراريم
لويـــــــــــــه خـــــدايه آزادي مورانصيب که په ژړا څيري گريوان زه {مسکين يار } يـــم
26 /1 / 1371
{ په سروسترگو }
په سروسترگو تيره ومه ټوله عــــمر انتظارکي د پيالي دساقي ســـــرور
ابدي نشه مي هغه وخت نشه ده که نصيب مي شوه يوه پياله دکوثر
هغه خم هغه پيالي هغه ميناتــــــــــه کړم سلام چي وي په لاس زما د دلبر
په کـــــــــــــلو کلو ددي دروازي مخ ته لاس نيولي مناجات کــړمه سرتور سر
عاشقان معشوقي ټوله ستا ديدارتــه انتظارکړي مياشتي شپي شام سحر
داڅه رنګ دي د پيالي ووگرانه ساقي رنـــگ دوينو دي اخستی دسهار لمر
ساقي داخم که کړي کښته داوږو څخه خماري يمه چي خلاص کړم دميناســــر
ساقي ستادي پاکي ميني مي زړه ښادکړ چـــــــــــــي په فضل کرم راکړي بل ديدارژر
آخري آرزومي داده پيره ساقــــــــــــــي { مسکين يار } يمه چي نسمه ناکام ژر
11/10/1370
{ ښخ خنجر } ښـــــخ خنجرمي پرځيګردی يارخبرکی رابه سي اوس ژوندون مي په خطردی يارخبرکی رابه سي
دصبا باد يې ملگری دی چي واخلــي يـوقدم شرافت لري رهبردی يارخبرکی رابه ســــــي
روح مي وزي له دبدنه داشنا په انتظار کي نـــــزاکت کوي دلبردی يارخبرکی رابه سي
په تلوار ورسه قاصده دااحوال مي يارتـــــه يوسه جام په لاس مي دکوثردی يار خبرکی رابه سـي
خنجران مي دجفا پرزړگي سل ځله ښخ شوي خون آلود مي دزړه سردی يـارخبرکی رابه سي
دزړه آه مي ده ختلي داسمــــــان وه کنــــــاروته عزرائيل مي پر ځيګر دی يارخبرکی رابه ســــــي
چي دمرگ پر بستر پروت يم خداي خبرچي به جوړيږم يـــم شهيد دامــــــــــي دفتردی يارخبر کی رابه سي
دا ازل درته ليکلې { مسکين يار } عبدالله جانه صبرکړه آخر سفردی يــــار خبرکی رابــــه سي
{ پسرليه }
خداي دي را وله پسرليه ژړ گلان څنگه وه په تلوار حال راته وايه بلبلان څنگـــــــه وه
خداي دي را وله پسرليه ستا قدم به پرليمو کړم پــــــه نيک پال دي احترام کړم بورا گان څنگه وه
خداي دي را وله پسرليه دنسيم په حال مي پوه کړه پرزړگۍ يه تور داغونـــــــــه غاټـــــــولان څنگــــه وه ــ خداي دي راوله پسرليه شگوفي بادامي سترگي ياســـــــــــمين خنداني خوله اونور ريحان څنگه وه
خداي دي راله پسرليه سره قبا دي مبارک ســــــه عندليب سينه کباب اورتور زاغـــــــان څنگــــه وه
خداي دي راوله پسرليه رنگارنگ دغرولمني دگــــلاب خزان وهلي سره شنــــــــډان څنگه وه
خداي دي راوله پسرليه په ژړا نرگس خو نه وو لوندگريوان که دحسرت گل رقيبان څنــــــگه وه
خداي دي راوله پسرليه خوش بويې مي پرديماغ ده اوس خــــوشحال زه مسکين ياريم نورياران څنگه وه 30/1/1371
|
|
+ نوشته شده در
دوشنبه 1387/09/25ساعت 13:20 توسط Abdul Jabar Mutmaen ( غفاری ) |
|
|
(وطن وال )
وطــن وال مــوزوريـــدلــي نـه دي څه دي بــازاريــان مـــو کـــړيدلي نه دي څــه دي @@@ چې يونيم کيلو غوړي وړي وخپل کور ته پر ځـنـځـير يې ګرځولي نه دي څه دي @@@ په دوکان کي دلس زره سامــــــان نســته اوس يولک يې محصول کړي نه دي څه دي @@@ ګـــاډيــوان دحيـوانــاتــو وظيفه کــــړي ترافــيــکـو در ولــــي نه دي څــه دي @@@ ګدايان ګوره چـي ورځ په ورځ ډيــريـــږ ي لاس نيوه لي دريدلــــي نه دي څــه دي @@@ مهـاجر خواران چي اوس راځي وطن ته غلو پرلاري تل شکـولـي نه دي څه دي @@@ شـهيــدانـو کـــــورنــي دچا په يـــاد دي يـتـيـمـان يـي ژړيـدلـــي نه دي څـه دي @@@ دحــــلال رزق په طلـــب وزي دکـــــوره زر درواغ دي اوريــدلــــي نه دي څه دي @@@ واوري ټول مســلمــانانــو دا چي وايــــم تاسوخپله هــم لــيــدلي نـه دي څه دي @@@ { مسکين ياره } پريږ ده نور دغه شعرونه حقيقت دي تــــل ويلي نـــه دي څـه دي
7/12/1373
{ فارسی شعر }
اگرشبی رادرکنارم سحرکنــی دهم دیده که رویش گذر کنـی
نــــــدارم طاقت دیدن چشمانت شوم خاکستراگرسویم نظرکنی
گفتی که چراغ رویم نداردگناه به یک دیدن رویت مراابترکنــی
دردام زلــــــــفت که شدم گرفتار رحم گرنمایی برمن حج اکبرکنی
نرگس به چشمت میکنداحترام نظر مستانه به سویش اگرکنی
گــلهاازقدوم توکندگریبان چاک گرصبحی به گلشن سفرکنی
آهو غزاله زه چشمی تورشک برند یاربی نیازم اگـــــــــرباور کنـــــــی
یــــــــارم گروصــــــل تونیابم دمی به آن دم سینه ام شکارخنجرکنی
ساقی ز چشم مست تومیدهد می میشکندمینا گرسویش نظـــــــرکنی
ای شمع گرقصدسوختن پروانه داری پروانه خود { مسکین یار } راخبرکنی 25/12/1370
{ الله زماتوبه }
تل زانگي خماريان مينوشــــــــــه مستان قربان دي تر مينا سمه پياله مي ماته کړه
وي وي الله زماتوبه اورسوي مينــــــــــــــان کباب عاشقان جار جار دي ترکتو سمه توبه مي ماته کړه وي وي الله زما توبه
کوڅو کي غمازان تل نـــــــــــــاست رقيبان در تلاي نسم جانانه چي وعده مي ماته کړه وي وي الله زماتوبه
داوښکو مـــــــــــــي باران راځي پر گريوان ستا حال يي راته نه وايه أينه مي ماته کړه وي وي الله زماتوبه
دا زلفي ښاماران پراتــــــــــــه ځنځيران عاجزه مسکين ياريم زولنه مي ماته کړه
وي وي الله زما توبه
زما زړګی براي زمـــا زړگــــــي دننه په کوگل کـــــي نـــه وو چي سرگردانه پسي گرځيدم محفل کـــــي نه وو
داسـي کمين چي يې نيولی وو چشمـــــــانو ديار خود به آزاد غوندي زمری په هيڅ ځنگل کي نه وو
براي زمـــا زړگـــــی تيــاروته دفـــــراق وو تللــــی هغـــه اورو او پتنگـــــانـــو سوځيـدل کـــــي نه وو
په خـوشبوي يې لا نرگــــــس مست د زلفانو ديار هغه پرييشـان زړگــــی هلته په اوربل کـــي نه وو
براي زما زړگی بندي په پنجــره کــــــي دعشــق دبوراگانو سره مل په هيڅ ســـور گل کـــي نه وو
دا څنگه تور بخت په نصيب شو دا ځمـا دزړگــــي په خنجرانو کـــه زخمي وو خو درمل کــــي نه وو
براي شنډي وي سري کړي په ســــرو وينو دلدار داسي قصــــــاص دعاشقانو په وژل کـــــي نه وو
هيڅکله خلاص نه شوي دغم څخه زړگيـــــه يووار چي مسکين يار دي هم ملگري په مزل کي نه وو 15/5/1372
{زاهده }
بي ميو دي نشه وه زاهده ما خبرکه توبه که دي دزړه وه زاهده ماخبرکــه
ريا کـه پکښي نوه تسـبيـح هم مـاته راکــه چي ماتي بيخي نسي توبي هم ماته راکــــه
زماذکر و فکر دواړه اوس دي په ميخانه کي سـاقي مي مخ ته ايښي سره می په پيمانه کي رښتياکه دي وعده وه زاهده ماخبرکه
زه غرق په تهمتوکي هم ډوب په گناهو کي ته ناست پرمسله يې هم سر په زنگـنو کــي کـه پاکـه عقيده وه زاهــده ماخبـرکـه
زمــا ناسـته شپه او وزځ وي پرکور د خرابات ته لاس په دوعـا ناست يې کوي تل مناجات خالق ته کـه سجده وه زاهده ماخـبرکه
پناه دربه غواړم عاجزه { مسکين يار } يم اي شيخه تهمت بس کړه په خپل ژبه اقراريم طاعت کی کـه دي شپه وه زاهده ماخبرکـه
سترگو
ستر گوداسي ديدن غواړم چې مي اښکي په رودوســي چي رخسارمي په حيرت سي چې مژگان مي په ناروسي
*** ســـترگـوجاردي ترليمو ســـــــم تلواري که ديدنونـــــــه ژرتـر ژر يــې راتـه راکــــــه مـلاقــــات اومـقـامــــــــونـــه اوس چاک کړی مي گريوان دی چي ځيکرپه غلبلوسي
*** سترگو يار گوری چي راغی ځان ترجارکی سل وارونه احـترام تي مـخ ته ورسی ورتـه فـرش کـــړی بدنـونـه دسرواوښکو څو څپي کی چي ساحل په حيرانوسي
*** سترگوداسي طوفان وکړی چي مي ياد سي تيروختونه پــه مـوجـوده دريـابـو کـــــي د يار ويــنـم تصــــــويـرونـه چـي کښـتـي دژوندانـه مـي سـي ټـکر پـر ډبـيدوســــي
*** ستـــــرگو يوار دنرگس په شان حسرت کي سرنگونه تور زلفاني تاو راتاو کــــی دچنــدړ پر لـــوړ ښــــاخونه پرزړه تور داغــونه پـريـږدی چـي لالــه په سلامــوسي
*** سترگو وسوځی هيري سی چي بي آه مووي دردونه دبي نيازو خــنـجـران وي خــو خـاموش موپرهـــــارونــه جنازي مـو مسکين يار وړي چــي چيغـاري دقـبروسي
*** تاريخ 20/8/1372
{ پام کوه }
پام کـــوه زړگيــــه دکوگلــه په وتــــــونســــي پام کــــوه عاشــــقه ودلــدارته په کتونســــي
ټپ په دواړو سترگو به سي ړوند د زليخا په شان پام کــــــــــــوه عزيزه خريدار چــــي دمريو نسـي
نه هفه مينا او نه ساقي نه خرابات ستـه دي پام کوه معتاده چــي داخل دميخانـــــو نسـي
نه هغــه طوطــي اونه بورانه عندليب ستـه دي پام کـــــوه باغوانه دتور زاغ په وره کيـــدو نسي
نه هغه ياران اونه دوستان نه عاشقان ستـه دي پام کړه خوارزړگيه چي ورگډ په محفلــــــو نسي
مــــــړه ده هغــه شمعه چي کعبــه دپتنگانـو وه پام کــــړه پروانـې چـي پرهـيرو په طوافـو نسي
راغلـه سيــلابونه دسـرو اوښـکو پرځيگـر بانـدي پام کوه ساحلـــه بي موجبـه پــه څپــو نســـي
خاوري سوه گلان چــــي په سرولبو يه خندا کول پام کــــــــــوه بلبله چــــي بستر نن داغزو نسي
تل دجدايې په اورکي سوځه بي قـــــراروسـه پام کړه چي ورگډ دماه رخانو په کوڅونه ســـي
گــوره مسکين ياره دادي سردي چي په دارزانگي پام کوه منصور غوندي اقرار په خپل ليدو نســـــي
7/11/4731
دلبره
پــروت يمــه دلبــره تل و درتـــه دي گــــــدا نــه ځم لــه دي دره شپـــه او ورځ يم په ژړا
داسـي پرهارونه بي درمان او بي شفا لرم نـه بي اوس عـــــلاج طبيـبان وکــړي نـه دوا
هرڅه درد او غم راته پخپله بخت کرلي دي ژر راوړه قــــــــاصــده دصـنـم لـه خـوا نـــدا
راغـله عاشقان دي په زرگونو احترام ته نن نلــري ثانــي پــه دي دهـــر او پـــه عــقــبا
ټول خوبان رندان دي خاکبوسي دپښودپل کوي ويـنـمـه بـــــورا پـتـنـگان ســـتا پــر مــخ شــيـدا
غـرق په گناهـونـو چه بي وزله بــي چــاره يمــه لاس په دوعا ناست يم که تضمين مي کړي سزا
رنګ په خپلو وينو به کوگل د خوار زړگي کــړمه خداي مکړه که سومه ســـتا د څنگ څخه جــلا
وصل کاميابي به مي هغه وخت په نصيب راشي کـه مـي سـر او مال کـړل ستـا تر پښو لاندي فدا
بـس کـړه د فلک باغـوانه نور زاغـــان آزار نـکــــړي خوار مسکين يار وينــي چي نه خوب کړي نه خندا
18/6/1373 فراه
{ دمعلم مقام }
پوه کړه ځــان مسلــمه په مقـام دمعلـــم لمـرغوندي روښان دي هـــرکلام دمعلــــم
وي ايستو دتورو تاريکـــو څخه په رښتيا سره ســـــراومـــــــال فــــدا به کـړو پر نام د معلم
خود به پيروي دآن حضرت مـحـمــدي کــوو څومــره يې اوچت کـړ خپل اعلام دمعلــــم
گران دي مهربان دي استاد دپلار په شان دي لطـــــــف شـــــفقت هميش مـــــرام دمعــلم
علم پوه څراغ دي په دنيا او په عقباکـــــي حاصله په زحمت سوه صبح شام دمعلـــم
لار دمعرفت دخداي يې موږته را ښودلي ده خودبــــــه پيروي کړو تل مــــــــــدام د معلم
څومره عظمت لري لوړ شانُ شوکت لـــري فرض پر هر انسان دي احتــــــرام دمعلـــم
واوره دنبــي خـيرالبـشـر لـوړ معلـــم وينا درس او عبــادت دی خـوب آرام دمـعلـــم
داده حقيقت شمع چي هرمحفل کي بله وي شاه وي کـــــــه گــداوي ټول غلام دمعلــــــم
راشه مسـکيـن ياره قدردان دعلماوو شه تل پـــــــه دواړو لا سو کړه سلام دمعلـم
راغي اختر
تيـــره شوه روژه راغي اخـترمسلمـانانـوته زيــری دجنت ورکـوي رب ومؤمنـانـوته
زه ده خپل طرفه تبريکي مبارکي وايـم ټـولـو عزتمنــــــدو دنړي مسلمانانو تـه
تيـره شـوه روژه چـي وه دخـيراوبرکت مياشت بخښه به خداي وکړي په دي ورځ وعاصيانوته
ورځ دخوشحالي ده خپل خفگان دزړوڅخه لري کړی ډيـر زيـبا کـه ورســــی کــورنـــي دشـهيـــــدانـوتـــه
اجـــراوثـواب به مــو زرواره شي يقيـن لـرم يوارکـه مـولاس پـرسـرورتيـرکــړيتـيـمـانوته
دا دآزادي په نورکـي اوسـوپه وحـــدت ســره راسی په يوموټي خدمت وکـــړو عـاجـزانـوتـه
نن دمحبت اوشفـقت دروازي خلاصـي دي وکـړی دشــفا دوعـاءبي وزلـومــريـضانـوتـه
زه خـوار مسـکيـن يار دهيواد والوآرامـي غـواړم صلـحـه امـنيت خـدايـه نصـيب کـړه افغانانو تــــه
{ رقيبانو }
چـــي پـر زړه راکـــــړه داغـونــه رقيبـانـو اوس ملـهــم راکـــــړی دزړه راتــه يارانـو
دهجــران په لمبو سوځــــم دامي بس ده لاتــــړلــــی پــــه ځنځـــير يــــم دزلـــفانو
جنازه که مـي کــــړي پورته پراوږو خپل پراوږ ستــاســو لا بـــاريـــم رقــيبــــانــو
چـي ديـار پرسپين رخسـارمي نـظر وکړ تهمتـــونــه را چـار پير کـــړل غمـــازانـــو
زه په اوښکـو اوبه ومــــــه دخپل زړه روح کړي رقيب مي زړه ټوک ټوک په خنجرانو
زه ديار دسترگو ديد غواړم خوشحال يم پــــرتابوت مي راچار پير شــــی اغيارانو
زه ديــار په روح ميـــن يمـــــه رقـــيـبــــه ته کــړي پټ راڅـخه مـــخ دمــاه رخـــانو
بلبل مخ دسره گلاب ويني خوشحال دی کــه اغـــزي راگــــرځيدلـــي پـــــر گــلانو
ددنيــا ټول نعمتونه دي هم ستـــــا وي اي رقــيبه ظلـــــم بس کړه پرخــــوارانو
دزړه آه به دي لمبه کـي بيابه سوځــــي کـــــه طوفان داوښکو را غی دچشمــانو
لويه خدايه رقيبان مي سرگردان کړي مسکين يار درته سرتور په دوعــاگــانو
{ دخنجروارآه }
چي مي وخوړل پرزړه د خنجروار آه داخنجروو که ووغشی دمــجگان آه
کـــــــه بندي ده توروزلفو په تارو سوم که مي راغی پر ژوندون باندي خزان آه
چي نظرمي داشنا په سپين رخسارشو راچـاپـيــــره شول دزلفــو تـــورمـــاران آه
دلبانــــــو دآشـــــــــنـادسـرخـي څخه رنگ اخـيستـــی کـنـارو داسـمــــان آه
کاروانونه دمــــرگـــي پـــه لارروان دي زه څــوورځي انتـظـارکـــړم دکاروان آه
دســـــــاقي دخــمارو ستـــرگـــولپاره حاضــريــږي ډلـي ډلـي عـاشـقــان آه
لکه شمعه به زه هم يوه شپه بل يم خودبه ځمه ددنيا څخه په گـــــريان آه
انتظارکــــــــي داشنــا شپــي اوکلونه سيــلابونـه سول داوښـکو په جريان آه
پرواني ته که داورکوره نصيب شــــــــــوه په نصيب د{مسکين يار}سولوندگريوان آه
7/9/ 1370 ايران
استغفار
خدايه بيا راته نصيب کړي د کـــــــــرار خوب چي د زړه څخه مي نور ووځي د افگار خوب
روح روان مي نور دلاس او پښــو لـــويدلــي يم خوشبخته که مي وکـــــړ دخمـــار خوب
خدايـــه ډيـر پـر گـنــــاهـونـو يـم پښـيمــانه ستا رحمت ته به يووار کــړم اميدوار خوب
داسي قيص غوندي که يووار په خوب ولاړشم بيا به نور هيڅــــکله نه کــــړم د سهــار خوب
نه مي نور ژوند ته امـــيد سته نه ارام يــم اوس چي شپه او ورځ کـــومه پر انگار خوب
دخطا او سهـــــوي کـــــنــدي ته ورلــويــږم ور روان يم بيـــا چي کــړم پر سر ددار خوب
لويه خدایه تــه رحــمــان او هم رحـيم يـي چي نصيــب مي نکړي بيا دشرمسار خوب
دا دعـــا کـــوه زمــا يــار عــبدالله جــــانـــه چي آرام يې کړي منان دمسکين يار خـوب
15/5/1372 ايران
دکابل ناهيـــده شهيده
خور ناهيـــــــدي پاک شهادت دي مــــبارک شـــــه چي سوي دحورو اوس ملگري دجنت دي مبارک شه
چي پښـــــــتانه دي په جـهـــان کي ټول غمجنه کړلو خور ناهيـــــــدي د لوړ ايمان او غيرت دي مبارک شه
ناهيـــــــدي ته سوي قربانـي تر اســـــــلامي عقيــدي ستا دغـــه کلکه اراده او شجــاعـت دي مبــــارک شه
ناهيــــــدي ته یې مــــلالي غوندي ژوندي په زړو کي په دي روښان تاريخ کي دا لوړ منزلت دي مبارک شــه
مسکين يار غواړي دلــــوي خدايه ظالمـــان ټول ناکام خور ناهيــدي چي دي ساتلي داخپل پت دي مبارک شه
26/2/1372 ايران
{خوږه }
خوږه داشنــايـانو ده ډيره خــوږه خـــوږه سرشاره دادب ده ټول هفته خوږه خوږه
يومشر جهاني دی جهان يې سلامي دی اشعـــــاري لاترقندو کړي مزه خـوږه خـوږه
غورځنگ دورور پشان دی پرهرچامهربان دی پاچاصــــــاحب دزړونو دی نغمه خـوږه خـوږه
خــــادم زيبا خادمه زمــوږچي ده همدمه وينا دسعـادت دښايسته خــوږه خـــوږه
سرداره شافعه ده ښه ژبه يې پســـته ده طاهر جان اځگزي لري لهجه خـــوږه خـوږه
خواږه دي ټوله وړونه چي واي خپل شعرونه راوړي وي ډيرې ته خـپل تحـفه خـوږه خـوږه
دقدر وړ همکاردی ستديوکي تخنيک کاردی چي واخلي تلفن کـــوي مينه خـوږه خـوږه
وينا د مسکين يار ده ويلي په واروارده دژوند آب حيات ده دا چينه خوږه خوږه
15/5/1386
دروژي مياشت
دروژي مياشت دمبارکـــه مــــؤمــــنانـــو يوخاص رحمت ده د پاک رب پر بنده گانو
زموږلوي مالک پروردگاره يوټول بي وسه گنـهکاره ستاورحمت ته اميـدواره ته موحساب که په ټولي ده عــــــابدانو
دخداي مخلصوروروژاتيانو دپاک رسول ښوامتـــيانو هم داسلام دين پيــروانو رب به موښادکي په محشرپرهيـزگارانو
په شل رکعته تراووکـي په تسبيحاتواو نفلوکـي هم په تجويداوترتيلوکي دټول قـــــرآن ختمونه کيږي صـامـعـانو
که ښه اخلاص اوصداقت وي په هرعمل کي بـــه قوت وي الله تــــه خوښ به عبادت وي خــالق غـفـوردی دعـــــاجــزه نـادمانو
دمسکين يار دغه ويناده ويلـــي نن اوهم سباده چي تــــرقيامته دابقاده جنت به درکـي په بدله کي زاهـدانو
دسيني جوش
داجوش ووپه سينه کي پرخوله راغي يوغزل چي ژبي راتـــــه وويـــل قــلم راتــــه ليــــکل
*** دازه چـــي پــــه ژړاوم قـــلم هــــم سو پـه ژړا رسواچي سوم په عشق کي دخـوبانوبي وفــا يــــاډوب يـــم پـــه ساحل کي دغمونوهر صــبا ټوټــه زمــــا دزړگــــي وه پــــر سره اورکبابيـدل
*** رنــدان مي خواران مي ننداره کړي دافسوس فلـک زمـــاپرحال بـــاندي ژړلي دي پــه جوش تقـديره ستادلاسه مي لړمون دی په خوروش سيـلاب مـي دسرواښکوپــــرگريوان راتـــويدل
*** دآه فـــرياد نـاري مي داسمان په کناروکــــي ناکــام عمر مي تير سودجهان په اميدوکـــي نه وصل نه ديدن سو ده ارمان په شوگيروکـي خــــالــقــه ذالجــلالــه رحم وکړي پــرمــــاتل
*** رقيب دی چي په لارراته اغزي ږدي صبح شام چي منعه سم دتلوڅخه په کوڅه کي دگــلفام روي بـــارراتـــــه راوړي دصنــــم لخــــواپيـــغام زمــايـــاره مسکين ياره مـــه پريږده دغـــه مزل
{ دحافظ په سينه کي }
چي په سينه کي تاځاي کړی دی قرآن دافضل دسبحان زماحــــــــــافظه وروره **** کلام درب العـــــالنمين دی راوړي ټـــول روح الامين دی داموايمان هم مو يقين دی تاحفظ کړي په کوشش اوپه ښه شان **** پـــه څوڅوکاله زحمتونو په شوگيرو اوشوخونونو داســــــــتادانوپه فکرونو خالق درکړی داعزت په خپل احسان **** شاکروســــــــه دلايزاله حامدوســـــه دذالجلاله وقف کړه ژوندمالُ مناله يې راهنمادهرمومن هر مسلمان **** پــــــــرسربه تاج دواليدېنو وينـــــادســــــــرداردکونينو هم خوشحالي ده په دارينو داټول به درکړي په بدله کي پاک منان **** دستاربندي دحافظانو داجتماع دعالمــــــانو راغلو ټول مسلمانانو ياست قدرمن پرمسکين يار { عبدالله جان }
25/4/1386
شیرجان راغلی دی
دډیری مودي وروسته مي جانان راغلی دی وښار ته دفراه ملنگ شیرجان راغـــــــــلی دی
چی کله پــــــه ژ ړا سي او کله په خندا سي په ډک زړه په اُمید او په ار مان راغلی دی
پخوا چي وه تیر سوي ملنگان اولیونیــــــــــــان مشهور پکښي صوفي بها در جان راغلی دی
دخوست په ذیا رتو کي چی ناست دی په قبرو کي غــــــــــــــــــــلام سخي خوشحاله اوخندان راغلی دی
چی ژر خوابدی کیږي بیا بیرته پخلا کــــــــیږي او صاف یی بیخي ډیر دي اختر جان راغلی دی
دوه فیضه لیونیان وه ټول ورځ په بیــــا بان وه په عصر کي ددوی هم ملنگ جان را غلی دی
ساعت هم لیونی وو تر ټولو پخوا نــــــی وو لا لا فیض دشنډنډ او عزیز جان راغلی دی
صفت دلیـــــــــو نیــــانو دټـــولـــو مـــــــــــــــلنـگانو پر زړه د { مسکین یار} عبدالله جان راغـلی دی
25/8/1386
{ دسترگوتور }
دسترگوتورمي دی فرش کړی زمادلبرنه راځـي زړه مي راوزي دکـــوګله دزړه ســــــرنه راځـي
دمـاه رخانو ومحفل ته هم ورتللاي نســــم دانتـــظار شيبي شميرمه خوبهر نه راځـي
روي بار ورکړی زمـا نمبر دی بي وفا جانان تــه ديار دلوري يومســــــکال او يو خـــبر نه راځــي
سـر مي ورکړی نذرانه دی دديدن په تمه رقيبان ناست زمــــا وخواته برابر نه راځي
عالــــمه نور مي دخوبانوڅخـــه زړه تورسوي وعده خو وکي بياګـودر ته مازديګـــر نه راځي
خوار مسکين ياره دسنې زخمونه مه ورښيه دبـــــاڼوغشی يې هيڅکـله پر ځيګرنه راځي
|
|
+ نوشته شده در
دوشنبه 1387/09/25ساعت 13:18 توسط Abdul Jabar Mutmaen ( غفاری ) |
|
|
{ دشهيد مولوي عبدالقيوم صاحب غزل }
وهر چاته معلوم په غــــيرت او ايمان وو په فراه کي مشهور مولانا قيوم جان وو
کی شروع يه تحريک دجهاد په افغان کي سوبندي سياسي دشنډنډ په ميدان کي
داظلمو زحمتو يې ټنگ کړی ايمــــــان وو په فراه کي مشهور مولا ناقيوم جـــان وو
دا احسان وو د رب چي آزاد هغه وخت سو دجبهي قومندان دغازيا نو په بخت ســــــــو
وورهـــــــــــــبر راهنما پيروان دقرآن وو په فراه کي مشهور مولانا قيوم جان وو
په اخلاق بي نظير په جهاد کي امير وو قهرمان وو دجنګ لوي دښمن دکافر وو
لوړ عـــالم وو رښتيا دهر چا قـدر دان وو په فراه کي مشهور مولا نا قيوم جان وو
علميت صدا قت يې هرچاته مــــــعلوم وو احمدي شريعت باندي تير تر خپل خون وو
عــــــــــدالت اوتقوا کي فاروق دزمـان وو په فراه کي مشهور مو لا ناقــيوم جان وو
ده فراه علماء طالـــبان بانــدي ټول وه په فــراق جداي يې سوځلي په اوروه
شـــــهادت يې نصيب دغزا په ارمان وو په فراه کي مشهور مولانا قيوم جان وو
زماپرزړه يې جوړکړي داغونه فراق دي ددي غمه سري کړي لمنـي آفاق دي
{ مسکين ياره } داشعر ددردونو بيان وو په فراه کي مشهور مولانا قيوم جان وو
28/ 4/1371
خبرياست اوکه يا دگــــــلو مــاشــومـــانــو شپــږ قــســـمـــــه ستــه واکــســــيــن خـــبريــــــــــــــــــــــــــاست اوکه يا دا ټـــول دکـــوچـــنــيـــــــانـــــو د صــــحـــت کـــــوي تــضــمــيــن خبر يـــــــــــــــــــــــــــــاست اوکه يا
څلور قســـــــــــــــــمه دي يو ځـــــــــــــــــــــاي بوتل کــــــــي ځــــــــــــــــــاي پرځــــــــــــــــاي
دري واره تطبيقـــــــــيږي هــــــــــر کوچني ته پــــــــــــــر سيرين خبر يــــــــــــــــــــــــــاست اوکــــه يا
ژړی چي خــــــــــــــــــــطرنـــــــــــــــــــــاک دی هر انســـــــــــــــان لره غمنــــــــــــــــــــــاک دی
واکسن يې دی راغــــــــلی دغــــــــه زيري دی نــــــــــــــوين خبر يــــــــــــــــــــــــــاست اوکــــه يا
يــــــــــــــــــــــــــــــــوبل دسل لپـــــــــــــــــــــاره واکسين کــــــــــــــړی په تــــــــــــــــــــــلــــــواره
چــي وقت در څخــــــــــه تير نشي دا فــــــــــرصت دی د زرين خبر يــــــــــــــــــــــــــاست اوکــــه يا دفلـــــــــــــــــــــــــج واکسين ضـــــــــرور دی هـر مــــــــــــــاشوم ورته مجبـــــــــــــــــوردی
څلـــــــــــوريې دي دوري په ٢ـــ ٢ څــــــــــــاڅکي شي تضمين خبر يــــــــــــــــــــــــــاست اوکــــه يا
په ټــــــــــــــــــــــــــــول کلينيــــــــکو کــــــــــي دواکســـــين سيـــــــــار ټيمـــــــو کـــــــــــــــــي
هـــر شپږ سره واکسين هميش مــوجـــــــود وي په يقــــــين خبر يــــــــــــــــــــــــــاست اوکــــه يا
که ښه پــــــــــــــــــــــــر وقت رسيــــــــــــــــږي هرشـــپژ ســـــــــــــره لگيـــــــــــــــــــــــــــــږي
ځليــــږي به مـــــــــــــاشوم دگل په شــــــــــــــــــــان لکــه نگين خبر يــــــــــــــــــــــــــاست اوکــــه يا
وينـــــــــــــــــــــــــا دمسکـــين يـــــــــــــــــــار ده ويلــــــــــــــــــــــــــــــي پــــــــــــــــــه وار وار ده
هر څـــــــوک یې چـــــــــــي واوري دغــــــــــه وينا دي کړي آمين خبر يــــــــــــــــــــــــــاست اوکــــه يا
«حاجي ډاکتر عبدالله جان مسکنيار»
{ ساقي خم پراوږه}
دوامـــــي ده زخــمونـو هــــرصــــبــاراته راوړه ساقـــــي خــــــم پراوږه ډکــه مينــاراتـه راوړه
احوال زماده جنون چي راکوي هرصبح شام مجنون يـــــــــــــمه رويباره زماليلا راته راوړه
غرورچي مي سرټټ کړستاترپښولاندي قاصـده کاغذ په پټه پټه هربيګاه راتـــــــــــــــــــــه راوړه
داميــنه ازلي وه چي پرمينه مي پيداسوه دتوروسترګو عــــــکس ښه زيبا راته راوړه
پرزړه مي حکومت چي بي تخته يې شاهي ده بي فوجه بي لښکره شهنشاه راتـــــــــــه راوړه
داسرد { مسکين يار }دی چي پر سرددارځړيږي چــــي روح بيا را ته را کړي مسيحا را ته راوړه
د ليلا دکلي څنګ ته
راغـلــــم د ليـلا دکلــــي څـنـګ تــه دګـيلــو ســــــــــره ناست يم که سپوږمي غوندي ښکاره شوه دشعلوسره
لمــر غوندي رخسار لـــري څــه عـجب سنګار لـــري هلتــه بختــور يــم کــه ســوم د معشــــوقــو ســـره
وزي هـــــر صبا دزړونو ښـکار ته دصياد په شان غـشــي دمجـګانو ورســــــــره وي د ابرو سره
لښکردتورکاکل يې پروت هميش پرسپين جبين باندي فـوج يــې د چشــمـانـو حفـاظـت کـــړي دپيــرو ســره
او ښکـي مي رودونه سي واوړي دريابونه سي وکــــړي طــوفــانونـه د څپـو او دمــوجـــو ســره
راســه مسکــــين ياره پـريـږده نـــور د ماه رخان شناخت ســر په خپل نمن کـــړه مـجنـون وار ســه ددښــتو سـره
20/4/1372 ايران
{راوړه جام دلبو }
راوړه جام دلبو فدايې به دي ترجـام سمـه دامي آرزوده چي ټول عمردي غلام سمـه
خـاوري دي دپښو، ددروازي به دي ملنګ سم يــواري روان که په رښتيا دا ستاپرڅنګ سوم خلاص به ده فراق دسرو لمبوڅخه مدام سمه
عشق دي حقيـقي دی مجازنلري بي تــــــاب يـم دغه مي قسمت دي چي ستاميني کي کباب يم يو ديدار که را کـړي په احسـان به دي آرام سـمـه
وايـې خاص عـام چـي ديـوانـه دمـيـخاني دی کـــلونه انتــظار دي دســرو لـبو دپـيـالـــي دی خلاص دتـهمت نيـم قرباني به دي ترنام سمه
لنـدي دکـــږو وريزو دي کــه غـشي پـرمـا ولي تـارونـه دزلفــانــــو دي دامـــــونــه غــوړولــــي خوښ تر آزادي که دي بندي په دغه دام سمه
هــــــرنـــــازُ عدا اوهــــر قــــــدم دي پرليمو باندي فـرش به تور دسترګو کړم دلبره ستا تر پښو لاندي دربـه مسکين يـار دي احترام تـه پـه سـلام سـمــه دامـي آرزوده چــي ټول عـمــر دي غلام ســـــــمه
{ رويـباره ورسه }
روي باره ورسه ودلبر ته وايـــــــــه داسـي چي يوار راپخلاسي داژوند هســـي تيريږي
دعاشقانو په قسمت کي هم جداي هم رسوايي ده دامـــــدرســـه ده دعــشاقو پکښي دټولو ناکامي ده تـاثير دعـشق دی چـــــــــي مجـنـون پـه اور ګـډيږي چـــي يوار را پـخـلاســي دا ژوند هســي تيــــريــږي
داسيلابونه دي داوښکو چي پر ګريوان مي په جريا ن دی دا دسرو وينو طوفانونه چـي مـــــي دسترګــو را روان دی پــــــــــــــه جدايــي کـــه زلـيـخـــــــــــا خــواره ړنــديــږي چـــــي يــوار راپـخـلا ســـــي داژ ونـد هـسـي تـيـريـــږي
داجـدايې که ته کباب کړي زه هم په اوردهجر سوځم دلـبره وامي وره ژړا نـن د دروازي څـخـه دي نـه ځـــم دارقـيـبــــــــان ګـــــوره خــنـــــــدا کـوي تـيـريـــــــږي چـــي يـوار راپـــخــلاســي دا ژوند هسي تيـريـــــږي
ساحل دغم دی لويه خدايه چي په څپو کي سرګران يم ټکري خورمه دي څپوکـي بـي ياره ګرځـم پـه ګريان يـــم دژونـــدانــــه کـيښتـــي مــــي غــرقــه سـوه ډوبــيـــږي چــــــي يـوار راپخـــلاســــي داژونـــد هــســـي تيــريږي
دلبـره تـه مــلامت نه يــې دعاشقي داسي صحني دي ته که دشمع په شان سوځي زماپرزړګي بلي لمبي دي شـــمــعــه کــه ســوه ځــي پـــروانـــه پـــرکــبــابــيــږي چــي يــو وار راپـــخــلاســي داژونــد هــســي تـيـريـږي
داښامــــاران دي دزلفـانـو چــي پربدن راګـرځيدلـــي که پرسيني مي پرهارونه غشو دسترګودي وشتلي د { مسـکـيـن يـار } بـدن بـه ولـــي نـه ويـلـيـــــــږي
{ مخامخ }
زړه ورته ګـوره راروان دی دلبـــرجــان مــــخامــــخ نن مي پرخوا په خوشحالي راغی جانان مخامــخ
زمــاپرسوختـــن باندي مـــي شـــمعه په ژړا وليده پرواني هم ځان په سره اورکي کی سوزان مخامخ
دنـــــازولـــو د ټـــوليـــــه راجــــــلا ســـــو دلبـــر زما پربهار باندي چي وليـدل خـزان مــخـامـــــــخ
بـــــورا غوټي ته دنسيــــــم پيغـــام راوړی دی بـيا بلبل په ســـرو شنډو چــي ولــيدل گلان مـــخامخ
سترگو ديدن مو مبارک ســــــه دليدوداشـــــــنا راغي دسرواوښکو باران زماپرگريوان مــخامــــخ
زړگيــــه ووهــه ټـوپـونـه په کـــوگل کــــــي يـــوار دټـپ گنـــډلو تــه دي راغـــله طبيـبان مـخـامـــــخ
سينـــه کبـــاب بــه گـــرځيدلي پــه غمــو دگلفام د{مسکين يار }پر ژوندراوستي دی طوفان مخامخ
20/2/1372 ايران
رنـــگ زه ديار په مينه سوځــــم دکـبـــاب رنگ د خپل زړه ويني چيښمه دشــراب رنگ
دا آرامــان بــه مـــــي هيڅکله پوره نشـــي نه به هيـڅـکله آرام شــــــم دکامـــياب رنگ
زه چـي شپه او ورځ يم ناست ديار په لار کـــي خود د سترگو به مي اوښکي ځي سيلاب رنگ
زه تيــارو کــــي دهجـــران يـــــم ســــرگــــردانه پروانه ديار دمخ يم کـه ښکاره شي دمهتاب رنگ
که شعلــه ديار دمخ مي راهنما شـي ديار حســن دی بيشکــه د آفتاب رنگ
رسوايې که مي نصيب شوه باک مـــي نشته اوس په منـځ کـــي داغــزو يــم دگــــلاب رنــگ
کــه آرزو دي ســوه پــوره اي مسکيــن يــاره خاطــري دي خپل يو ځــاي کـړه د کتاب رنگ
2/11/1372 ايران بيرجند
د رويبار مخ
بيــا خوابــدي راتــه ښـــکاري درويبـــار مــخ خــداي رحــم کــــړه غمجن نوي د يـــار مخ
چـــي قـاصـد لا په افســـوز حـضـورتـه راغــي معــلـومـيـږي چــي پريشـان دی ددلــدار مــخ
ژر په حال مــي کـه خـبـر گــــرانــه رويبــاره يار و شمع ســوځيدي و رته بل وو دانگارمخ
دا ديوان د عـشق مــي ټـولــه پـه يـاد کـــړي ومي نـه ليــدي پـه عـشـق کــي دقــرار مــخ
رقـــيـبـــان ورتـه خـوشهـال وه کـــه خـفـه وه دا دوعا کړمه چي تــورســي د اغـيـــار مـــخ
زمـــا د زړه ټـوټـه کــه بـيـا راتـه پـيـونـد شــوه بيا بـه و نـه ويـنـي غــم دمســکـيـن يار مـــخ
تاريخ: 13/2/1372 ايران
پام کوه چي ورنشي
پام کــوه چــي ورنشــي روغتون ته تجـاران دي ناست په دروازه کـي تعليم سوي پياده گان دي
آخوا که ورتير سـي وسرويس ته بيا به وويني سپينـي يـې چپنـي انتظار درته نرســـان دي
وايــې کـــه سيرم لــري اول زر افغانـي را کــړه نه چــي وي موجود دستــي پربله خوا روان دي
روي دخداي ته گوره چي جراح صاحب ته ورنسي سرکــي به درد وي واي اپنـدس يې قصـابـان دي
ديرش او پنځوس زره پر يوه يوه پانسمان غواړي لــس پنځلــس لکـه کـه لري ډير مخلصـــان دي
هلتـــه يې خوشبخته که دي دا مراحل تيرکړله خوره بي غوړو وريجي کچالو او پياز ډير گران دي
ورکـــه سي دستاک و مخـته زر خبـري وابه وري ولاړ سه و توزيع ته هلته ناست خدمت گاران دي
خداي دي مکړه خلاص په نيمه شپه کي دي سيرم کله گــــرده شپه به گــــرځــي ټول بـيـــده نوکــــريوالان دي
څوک که انتقاد ورباندي وکـړي ډير خوابدي شــي ظلم يــې خاصــيت دي دا مــو خپل وطنداران دي
پټ گــــرځه شــاعره چــي خبــر دي په نامــه نسي مشــر يــي مسکيـن ياردي ورسره هم نور ياران دي
فراه 16/5/1374
مامور يمه
خوښـــه مــي چوکـــي ده زه ددي دفـتـــــر مــــــامـور يـمـــه گــرځــمــه مـــغــرور يــمـه *** څـــوک نــه ويـنــم پــه سـتــرگـــو خــو بـيــا وايمه معذور يمه گــرځــمــه مـــغــرور يــمـه *** رئــــس يــــا مـــعـــــــاون يــــا ســکــــــــرټـر يـا اداري يــمــه وزيــــرتـــه پــه زاري يــمــه
دخـــــداي لــپــــاره مــــــا مـکـــړه تـبـديـل دلـته مسـرور يمه گــرځــمــه مـــغــرور يــمـه *** پــه کــار او اداري کــــــــي د پــردو پــــه شــــان رفـتــار کـوم پــه دي هــم افـتـخــار کـوم
کــه څــوک مــي کـړي پـوښـتـنـه وايـم څـه وکـړم مجبور يمه گــرځــمــه مـــغــرور يــمـه *** کـه هـر څـــه مـــي بـادار وايي هــغـه پـــه ښه اخــلاص کوم هـمـيـش بـه الـتـمــاس کوم
کــــه راســـي يو غــريب وايــم نه ســـتــا د پلار مـــزدور يمه گــرځــمــه مـــغــرور يــمـه *** دا ولــــــي غـريـــــبـــــانـو هــيــواد والـــو نـــه پــوهـــيــــــږی پــه فــکـــر کـــي نـه لويږی
داحـــق دی زمـــــا ځـــکـــه مـــا تـحــصـيــــل کـــړی صبور يمه گــــرځـمـه مـــغــرور يــمـــه *** دا راز او حــقــيــقــت وايــه هـمـيـش خــوار مـســکـيـــــن ياره که ســي هـــم سـر پــه داره
پــــروامـــــي ځــکــه نـشـتـه حـــق ويـلــو کـــــي مـنـصور يمه گــرځــمــه مـــغــرور يــمـه *** تاريــخ : 14 / 3/1387 فراه
په خپل وطن کي
زه لاس تر غـــاړه به اوس گــــرځم دغازيانو ســره خوند کــي ديارانو سره په خپل وطن کــي **** داخــپــــــل وطــــن دی کـــــه مــســـکــــــن دی دا مــو هـــــــم گـــور دی هــم کــفــن دی دلته به اوسو ارمانجنوشهيدانو سره خوند کــــي ديارانو سره په خپل وطن کــي **** اوس مـــــــــو آزاد افـــــغــــانــســــــتــان شــــو ســرلـــوړي مـــوږ په ټول جـــهـــــان ســـوو باعزمه ټول يويوځاي سوي دځوانانوسره خوند کـــي ديارانو ســـره په خپل وطن کـــي **** نـــوی ژونــــدون مــــــــو شـــــــروع کــــــــــــــړی نـــــــــوی وطـــــن مــو آبــاد کــــــــــــړی يوخدمت گاردشريعت دپيروانو سره خوند کــــي ديارانو ســره په خپل وطن کـــي **** هـــرمـــجــــــاهـــــــد يـــو قــــهـــــرمــــــــان دی مــيـــن پـــر خــپـــل ديـن او قــــــــرآن دی دحق پرنام يې جهادکړي دروسانوسره خوند کــــــي ديارانو ســـره په خپل وطن کـــــي **** وطــــــنـــه ســــتـا پــر جــگــــو غــــرونــو بـانــــدي ســـتا پـــر سنـدونـــو او بـاغــونـو بـانـــــدي زه مسکين يار پرواز کومه دبازانو سره خوند کــــي ديارانو ســــره په خپل وطن کـــي ****
24/3/1372 ايران
پسرليه
ژر ژر راســـــه پســـــرليه بلبــــلان دلتـــه دي عندليب سينه کباب او شنه طوطيان دلته دي
ژر ژر راسه پسرليه د نوی کال دي مبارک سه شگوفـــي بادامي سترگي نرگسان دلته دي
ژر ژر راسـه پســــرليه دخزان بادونه يوســـه انتظار سـتا و راتلــــو ته غاټولان دلتـــــه دي
ژر ژر راســـــه پسرلــيه دبورا حال ته وگــــوره پر غوټــــــي کړي طوافونه سرگردان دلته دي
ژر ژر راســه پسرليــه دسبــا باد کړه ملگری ياسمين سرو او سنبل او نور ريحان دلته دي
ژر ژر راسه پسرليه سره قبادي خپل په تن کړه د دښتو او غــــرو لمنـــــي وچ شنډان دلته دي
ژر ژر راسه پسرليه زموږ ماتم او غم کړه ليري اميدوار ستا و رحمت تـــــه ژړ گلان دلتــه دي
ژر ژر راســـه پسرليه رنگارنگ کــړه بوستانونه کائينات موجـــودات ټولــه په خفــگان دلته دي
ژر ژر راسه پسرليه غمجن زړونه مو را ښاد کړه په ژړا خوار مسکين يار او نور ياران دلتـــــه دي
26/2/1372 ايران بيرجند
{ عجب سترگي }
عجب سترگــــي مي ليده لي دي دبـــــاز نه عاشق بـــــه وي لـيدلي نـــه غـــمــــاز
ستــرګـــي نوي دشرابو پيمانــــــي وي زړه زمــــا يــې راڅـــه يــووي په اعـــجاز
تکــي تــوري غټــي بــوري هــم خــــمـــاري نه مـــحــمــود بــه وي ليــــدلــــي نــه ايـــاز
ستـرګـــي ډيـري مـي لـيـدلي ده خوبانو ومـي نـــه ليــدلــــــي دارنــگــه پــه نــاز
نه پـه خوب کي نه په ويښه مي ليـدلـــــې چي يې واړولي زمـــــــالـــورتــــه پـــه نـــاز
اوريدلي مـي صفــــت وودچـــشــمــانــو نــــه آهـــو او غــزالـه بـــي وي پــــه راز
چي په ځيرشوم په حيرت اوپه حسرت شوم روح مي ولاړه له بـــــدنــــــه پــــــه پـــــرواز
چي ده درد اوغمه ډک دي {مسکسن ياره} دادي شـــــعر دحقيقت دی کــــــــــــه مجاز
داکتر عبدالله جان مسکين يار
{ تل ژ يږم }
صبح شام به تل ژړيږم چي جلاراڅخه دلبر سو په لمبو د هجرسوځم پرانگارمي دزړه سـر سو
غـــــــم غميزه داقصــــــه ده چي ليکمه عجيبه ده داجهان راته ويران دي ځکه خوښ مي اوس قبَرسو
داکلونه دي که مياشتي چي تيريږي بي وصاله دچشمانوپه يورپ کي مي تيرټول ناکام عمرسو
نه مي خوب ســـــته نه آرامه تل په فکردگلفامه خپل پردي راپوري خاندي چي لقب مي دابترسو
دا اورونه زردشتي دي که چارپير راته فراق کړل تل ترتـله به بليږي دانصيب دسمنــــــــــدر شـو
سرپرسر چي مي پيالي اوپيماني په پټه نوش کړي اوس خـــــــمونه پراوږو وړم چي رسوا مي نن اثرسو
{ مسکين ياره } زماياره خداي دي درکړي ديــــــــــدارونه ستاپرحال به ټول افسوس کړي ځګرخون زماخپل ځګرسو
د ډاکترانو شعر
را دي خـــداي توفيق کـړي د ملکي روغتون نرسان يـو شپه او ورځ خـــدمت کــړو اخلاص منـده ډاکـــــتران يـو
څوک يو په عاجل څوک په سرويس کي څوک ويزيت کوو نــورپـــه کلـيـنـيـک د CHA کــــــــي کارمــنـــدان يــــــــو
راشي مريضـان خـواران بــي وزلـي ســـرگـــردانــه وي ټـول ورته خــدمــت کـــړو د مـظـلــوم مــدافـعــان يــــو
هغه کــــوچــيـنــان چي تر ددو کـالو عــــمــر کــــم لري را دي وړي واکســيــن تـه تـل حـاضـــر واکـسـيناتوران يو
بخش د لابراتوار او پــانـســمــان هـمـيـش فـعـالـه دي دا مــــو عـقـيـــده ده داســــــلام خـــدمـــتـگاران يــــو
وســـي خـبـــــــردار د بـستـــــري نـاروغ پــاي وازه نــن خـــلاص کـــه ســـي سيـرم چـټـک راځـو نـوکـريـولان يو
راوړه ژر نسـخــي دســتـاک ومــخ تـه کــه دوا غــواړي مات به مهرولاک ســي چـــي راغــلــي هيــئــاتـان يـو
وخــوره بـسـتـري مــــــريـضـــــه داده د روغـتــون ډوډي لاس او پښـــي مــو پــاک دي نـمــازخــوانــه آشـپران يو
خداي مکــــړه کـــه سوي و عمليـات ته احتــياج کــله مفت بــــه عمليـات شــي خدمت گاره جـــراحـــان يو
څوک وو داشــعــر دومــره خـبــر چــي د روغتون په حال بس کــــــړه مسـکـيـنـــيـــاره سـلامـي درتــه يــاران يــو
فراه 16/5/1374
عشق اويار
عشـقت او يار کـــه نـنداره کـــړي د ژړا ځــــــما اوس د زړه وينه چيښم چي څـه عقـــبا ځمـــــا
يــــاره زهــــد او تــقــــوا را څــخـــــه ولاړه عشـق رنـگ کـــړي په گناه کي د قبا ځما
عشق خـو واي ليونـتـوب به دي نـصـيـب شي يار کـــــه زړه رابــانـــدي و ســو ده بـقــا ځمــا
يـــاره تـه مـي پـرده پوښ په محبت کــــړه عشق جامي راڅه ايستلي د حيا ځـمـــــا
عشـق دعـشـقـه پـر انگار بـاندي کباب کـــړم يــاره دا زخـمـونـه تــه کـــــړه را دوا ځــمــــــا
يـــاره يــو نـظـــر کـه وکــړي پـر شيدا خپل عشق غليم به سي مختوري پر شفا ځما
عشق ظالم په تهمتونو کــي غـرقـاب کـــړم يــاره ولــــــي نظـــر نکـــړي پر صبـــا ځــمـــا
يـاره وينــي شــــړيــدلــی مـــــي بدن دي عشـق د زهـــرو پـيـمـــانه کـــړله مينا ځما
عشق خوشحال چي سر په دار زه مسکينيارسم يم کامياب که مـــي ســـي قـبولـه تـمـنـا ځـمــــا
20/6/1373 ايران بيرجند
علم
علــم پوهه خزانه ده د گـــوهــــــر دي باره کــي فرمايلې پيغمبـــــــر
دايو داســي لوړ حديث دی د پيشوا ډير تاکيديــې پر دي کـړي زموږ رهبر
علم زده کړه دزانگو څخه زما وروره څــــو رسيږي تــرکـــناره ده قـــــبر
توحيدي علم خو فرض پر هر بالغ دي رب فــــرمـــايې پـه قرآن کي مختصر
علم فرض پرنراوښځه ټول خبرياست دا ويـــناده ده نبـــي خيـــرالبـــشــــر
شرافت دهرانسان په علميت کـــي ډيــــرزيبا کـــه ورســره وي هم هنر
علم نورکړي دايمان پيدا په زړوکـــي که څوک کړي پر موجوداتو يـــو نظــر
معــرفت دخداي په پـوه سره کــيږي دجاهــــل لار ده تاريکــه تـرمــحــشر
علم زيب اوهم زينت دی د انســـان پوهـــه څــــراغ ده دنيـــا اوددهـــــر
مسکين ياره پــوهه ډيـــر لري عظمت زما وصيت دی کوشش کړه شام سحر
عقل او فکر
عقل او فکــر ولاړه د دلـبر په يـو ليــدوکـــي ســوه خواره بې دفاع روح مي شهيده په غمو کي سوه
ووتــی مظلـوم زړه دکـوگلــه پـه حيـــــرت ســـــــره غشې د مجگانو چي مي ښخ په دوليمو کي سوه
راغی دسرو اښکو يو سيلاب مي پر ځيگــر باندي غرق يې د اشنـــا نازک يادونه په څپوکــــي سوه
خپل د زړه ټوټي مي دکــباب په سيخ پيــدلـي دي پيـک به د سينــي ورتــه وهــم که پخيدوکي سوه
ستـــرگـــــو تــه ديــار مي لا په ځير يووار ونــه کتل لاس او پښي ولچک مي د زندان په زولنو کي سوه
غوټـي د آرزو به مي هيڅکله شونډي سري نکړي منـځ کــي اغزو د حـجاب په زر پردو کـــــــي سوه
وسـومه هيري شــوم لمبه ســومه شعلي ســوم د آه فــرياد ناره مــي داسمان په کنارو کـــي سوه
پټ په کفن چپه خوله خاموش به قبرستان ته ځم ښکلــي ځواني خاوري دديدن په اميدوکــي سوه
عشــق او مـحبـت دي جـــنازه پـــر اوږو وړي نــن ځوانه مـينه وسـوه د اورو په سرو لمبو کي سـوه
چيښه د سينـي ويني مسکين ياره بي قرار وسه پاکــه بي گنـاه مينـه دي رنـگ پـه تهمتوکي سوه
24/2/1373 فراه
{کله او کله} کله دسپوژمي سره وريځو په څپوکي ځم کله د دلدار سره دزلفو په ځنگلوکي ځــم
کله په مشرق کله مغرب کي سرگردان يمه کله دقـطب سـره دستـورو ننـدارو کــي ځــم
کلـه دنـسـيم سـره ملگــری هــر صبـا يمــه کله وچ شنډان دتورو شپو په تاريکو کي ځم
کله يم کفـتره چـي په دام کي دصيـاد يمه کله تر بازانو لا اُچـت پـه پـروازو کــې ځــــم
کله ښامارانو سره څنگ پر څنگ ملگری يم کله يم په زهـرو ښــــړيدلي هديرو کي ځم
کله پادشاه د سختو زړونو د خوبـانـو يـــــم کله په غوڅ سر دجلادانو په نيزو کي ځــم
کلـه توبـي وکـړم په زرواره دگـنـاه څـخــه کلـه دعـشـاقو دلـبرانـو پـه کوڅو کي ځم
کله زاهدانو سره ناست په خانقا کي يـم کله شرابيانوسره مل پـه مـيخـانو کي ځم
کله يم ساقي کله يم پير دخرابات خپلـه کله مناجات کړم د افق په کنارو کي ځـم
کله يم بي وزله کله خپله مسکين يار يمــه کله دخيالونو دنياگي وريښمين ټالو کي ځم 20/3/1373
ملا محمد سروره وروره
هيڅکله نه هيريږي گران محمد سروره وروره دزړگي سره وروره *** عالم حليم وي په اوصافو په هجرت کي مړ سوي دامرتبه دشهادت ده برابره وروره دزړگي سره وروره *** داسي ويشتلی دي زموږ په زړه خنجر دفراق خداي دي سيراب که دجنت په حوض کوثره وروره دزړگي سره وروره *** که مشران که کشران وړونه دي ټوله غمجن ستا جداي کړه په سره اور کي سرپه سره وروره دزړگي سره وروره *** اصلي وطن دي دی په خوست کي ولايت دفراه اوس دي مزار دخپل وطن پر لوړ سنگره وروره دزړگي سره وروره *** پاته دي شاته خپل مخلص مسکين يار پريښود تنها وسي د حورو اوغلمانو همسفره وروره دزړگي سره وروره *** 25/6/1372 فراه
|
|
+ نوشته شده در
دوشنبه 1387/09/25ساعت 13:16 توسط Abdul Jabar Mutmaen ( غفاری ) |
|
|
{ لولپه پسرلي }
لولپه مي پسرلي دی سوه ځيدلی مــــي بهار دی بـي بلبله مي گل بڼ دی سره لمــبه مي لاله زاردی
دنرگس سترگی دي وچي اوښکي نلري بي هــوش دی پروانـــــه پر هيروگرځي بــــــــي سکروټو مي انگار دی
بي چغارو عندليب دی پټه خوله مي هم قمري ده بورا جاني ساه ورکړي بي خبره مـــــي مـــالياردي
هـــــرصباح مي ماښام سوی هرماښام مي نه تيريــــږي هيڅ هلال مي سپوږمي نسوه بي رڼامي کوراوښاردی
نـــه رامبيل اونه چمبيل ســـــــته دحجابه نه راوزي بـــي شبنمه صبح دم دی بي نسيمه مي سهار دی
شگوفي بادامــــــي ستــــــرگي دصبــــــاح پــــه انتــــظاردی سرکړي پټ په خپل لمن کي دامي خوښ ددوي کرداردی
وچي شنډي مي گلاب دي زړه تورسوی دغاټول دی څــــــــولحظي يې ټوله عمر بي صامعه مي گفتار دی
بي قلمه مي شاعردی ډوب په سوچ مي هرليکوال دی داپرســــــرددار چي زانگي دامي سرد{مسکين يار } دی
مه وايه قاصده
مه وايه قاصــده د هجران حال راته مه وايـه مه وايه بهاره د خزان حال راتــه مـــه وايــه
غرق د خپل ځواني دمست سيلاب په امواجو کي يم مــه وايــه ســاحله د طوفــان حــال راتــــه مــه وايــه
سر پر سر پيالي او پيماني راکړه ساقـي ماته مــه وايه ای شيخه د بهتان حال راته مــه وايه
پــريــږده چـــي د زلـفــو پـه ټالـــونـــو وزنگـــيـږمـه مه وايه کاکلــه د پــريشــان حــال راتــه مــه وايــه
نه درد او نه غم سته زه او مينه لاس ترغاړه يو مه وايـه طبـيبه ددرمـــان حـال راتـه مــه وايـــه
هـيـڅ کـلـه په سوچ مــه راځـه ای دفــراق غمــه مـه وايـه حــاکــمـه د زنـدان حـال راتــه مــه وايـه
ناست دماه رخانو په محفل کــي تــر ابده يـم مـه وايـه هــلالــه د آرمـان حـال راتـه مـه وايه
زه يم مسکين يار دخپل ژوندون په جام سيراب يمه مــه وايـه بـهـاره د خــــزان حـال راتـه مــــه وايـــــه
25/3/1373 فراه
حضور ته
نسيمه يومي سه پيغام نن د آشناحضورته په زر سلام او احـترام د دلربا حضور ته
شبنمـه راشه دنرگـس اوښکـــــي وگــوره يو وار خماري سترگي لوند گريوان ځي دبورا حضورتـه
که عندليب سينه کباب خپل داستانونه وايې سـاقي په مستو سترگوراغی د مينا حضورته
د درد او غم ساحل څپي دي ژر غرقاب به مي کړي قاصـــده دا احــــوال مي يوسه د رعــنا حضــــورته
لمبي د عشق دي پکښي سوځمه سهار او ماښام باد د صبـا هيري مي يوسه دسحـــــرا حضورته
که استغفار دی که توبي دي هيڅ اثر نه کوي ظالــم شيطان مي کشوي بيا دگــناه حضورته
ته مي ټوټه دزړه نگاره رحــم وکـــړه يو وار هيڅ کله نه ځم له دي دره دبل چا حضور ته
خوار مسکين ياره خپله ورسه پابوسي ته ديار لکه چي قيص زر واره تللي دليلا حضــورته 5/9/1373 فراه
هير به نسي
هير به نسي له تاريخ څه افغانان هــيڅ شجــاعت او کارنــامــي مــبارزان هــيڅ
چـه پـه ظلـم ئــي څاگـان ځينـي ډک کــــړي هير به نشي زموږ سپين ږيري عالمان هــيڅ
هـيــر بـه نـه سـي سـوځيـدلـي جـسدونه دفـــــــــراه د ولايـت ټـول شــهـيـدان هــيڅ
په دښتـو غــــرو او صـحـــرا وو کي ښخ سوي هير به نسـي حسـين رنگه قــربـانـيـان هـــيڅ
هيربه نسي سورکفن يې خپل جامي سوي په سرو وينو کـي شنــه سـوي ږړگلان هـيـڅ
په ســرو سـتــرگـــو چــي ژړل بـي مور او پلاره هير به نسي ټول ســرتـور سـر يـتمـيـان هـــيڅ
شـهــادت دي مـبــارک شــــــه گـــرانــه وروره هـــيـر بـه نـشـي سـتــا بي وزله خاندان هيڅ
هــيـر بـه نـسـي زخـمـــي زړونــه پــه سيـنـو کي د شــهــيــد د مــور او پــلار او فـــرزنــدان هـــيــڅ
مـسـکـيـن يـاره پـريـږده نـور دغــم شـعـرونـه هير به نسي دا پيودلـي دي مــرجــان هـــيڅ
تاريخ: 24/2/1372 ايران
{ خبرداروسه }
وچــــاودي زړگيــــه خـبـرداروســه تل په تورو زلفـو گــــــرفتــار وســه
نــاســـته دخـــوبانـــوسره زيب کوي سوځه په فراق يې ســـرپه داروسه
ميوو د لبــانو خــمــاري کړلــي کلـــونه ددي مـيو انتظار وسـه
دزلفوپه ځنگله کي گرځيدي هميش پـه زهروشــړيدلـــی اوس دمار وسه
سترگوته ديارچي دي کتل بيتـــاب په غشو د مژگانو دي پرهــار وسه
عشق چي دي آسان بلل دادي سزا ووزه دسنــي څخه مجنون وار وســه
مـخ دمعشوقو ليدلاي نسي بيـــا رنگ په خپلو وينو دي رخسار وسه
هغه گل رخان چـــي دي ليدلي دي ويلي سه هيري ســه بي قرار وسه
زه عبدالله جان به ستا له غمه مرم هجر کي رفيق ده مسکين يار وسه
وطنه
وطنه زړه مــــــــي بيقـرار ستا د قـــرار په اُميـــــد وطنه سترگي يم په لار ستـا داعمار په اميـــــــــد
وطنـــه زړه يې د آسيا څومره ټوک ټوک ښکــاريږي دښمن ښامار غوندي تاو سوي ستا دښکار په اميد
څوک مهاجر څومعلولين څوک سرگردان بې کـوره طنه وچ شنـډان دي ټول ستــا د ديدار په اُمــــــيد
وطنه کونډي کــــه بي وزلــــــي بډاگان و گـــــــوره يتيمان ناست دي څوارلس کاله د ورک پلار په اميد
که بلبلان که شنه طوطيان کــه تورزاغان وينمــه وطنه ستــــا وآرامـــــي ته اميـــــد وار په اُمــــيد
وطنه کله به آرام کله به خلاص دسرو اورو څخه شي ټول بې دفاع مظلوم ملت ناســـت انتظار په امــــــــيد
که دښت که غرونه که ښارونه په لمبو کي سوځي وطنــــــه اوس دي مهاجــر دي لار پر لار په اُمــــــيد
ښکلـــي ښــــارونه منارونه با صـــفا سنــــــــــدونه وطنــــه ټول په انتظار ســــتا د بهـــــــــار په اميـــــد
د آه ژړا فـــــــــرياد ږغونـه تــــر آســـــمان ختلـــي وطنـــه ستـــا د لـــوي مالک پروردگار په اُمــــــــيد
وطنـــــه زه عبــــدالله جان تل خدمتگار يمـــه ستا چي په ژړا وينمه خداي ته مسکين يار په اُمـــــيد
10/2/1373 فراه
حا فظ ته پيغا م
وهــــــــر چـــاتـه مـعــــلـو م دحــــافظ داانــعـــــــــــــــــــام دی رب ور کـــړ ی جــنـت کـــــــي بيشکـه مقـــــــــــــــــــام دی
په سينــــــــه کي چي پروت دحـافظ داقرآن دی دااحـســـان دی پرکـــــــــړیبيشکـــــه منـان دی په کــو شش اوزحـــــمت يـــې گـټـلـــی دانام دی رب ورکـــــــــړی جــــنت کـي بيــشکـه مـقـام دی
تاج پـرســـــــربه وي ستوز دحــــافظ موراوپــــلاره چي مــــــــــو واستـــوی زوۍ پردغـه نيـــکـــــه لاره دغــــه زيری درکـــــــړی هــــــادي تل مــــــدام دی رب ورکــــړی جنت کـــي بيشکــــــــه مــقـــــام دی
پرمـــــيدان به دحشر په سپين مخ کامياب يې پـــــــــــه ټـــولي کــې دښوصالحــــينوحساب يې دا ثـــمـــر دکــلو زحمـــتو صبــــــــــــح شـــــام دی رب ورکـــړی جنــــت کې بيشــــــــکه مـــقـام دی
داحـــــــــــــــــديث دپيشوا راهنــمــــا دجــــهان دی فرمــــايلــې حــــافظ تـــه دټــــولــــه قـــــــــــرآن دی درجــــــــــو دجــــــنت تـــه ورخـــــــيـژه الـــــهـام دی رب ورکـــــــــړي جنت کــــــــــې بيشکه مقـام دی
ښه دی ښه دی چي خلاص دي کی حفظ زماوروره پــــــه اخـــــلا ص او ادب دي مـــــــقا م لــــره گـــــوره دا عـــــظيم دی په شــــان دپاک رب لــــوړکـــــلام دی رب ورکـــــړي جنـــــت کــــــــي بيــــــشکه مــــــقام دی
که عــزت پردنيــــا اوعـــــــــقبا غـــــــواړي وروره دغه لاره دعـــــــلــم کـــــــــــړه ټـينـگـــــــــه په زوره حافظان کړه بچيان دمسـکين يار داپيغــام دی رب ورکـړي جنت کـــــــــي بي شکه مــــــقام دی
حاجي ډاکتر عبدالله جان مسکين يار
خراپ زړگي يازما زړگي خراپ دی یادغه هجردخـــطردی په يونظردسترگومي پرزړه وار دخنـــــــــجردی fd پخـوا ددغه غـمه په سره اورکــي سوه ځيـــــــــــــدلاي ياټپ په سترگـو ړوند واي چي جهان مي نه ليدلاي دهــجرداسي اوردی چـــي پـــروانـــه پــه خــبـــــــــردی پـــه يــونـظردسترگــــومي پـــرزړه وارده خنــجـــردی fd دزړه وينـــــــي چيښمـه صبـــر نلـرم بيتــاب يـــــم لمبي مــــي پربدن راگـرځيـدلــي چي کباب يـــــم وارونـــــــه مي دغـــشوپــــرزړگــــي دي ناخبر دی پـــه يــونـظردسترگــــــومي پرزړه وار دخـنـجردی fd کښتي دژوندانه مي په ساحـل کـي طـوفــــاني سوه نسکوره پـــه څپـوکـي يـــې غـرقابــه ابــــــــدي ســـوه موجودطـــــــو فانـوکي چـــي گـرځــم دايــــــه اثـــردی په يــــــونظــــردســـترگــــــو مي پرزړه واردخنـجردی fd
داټـــــــــــــال وودزلـــــفانـــــوزنـــگيــــدمـــه خــــمـاري داخيـــــــــال ووچي راويښ ســـــــوم ژړيدمه ګريـاني نظر وکـړي لوي خدايه چي ژوندون مي په خطردی پـــــــــــه يــــونــظر دســـترگومي پرزړه واردخنجردی fd ځنگـله کـي دمژگـــانـويي زمريـان وه اســـير کـــړي دستـرگـو په اورويه عـاشقان وه هـــــــــــري کـــــــړي تل ناستـه دچـشمــانــو دزمــري ســــره ضـــــــرردی په يو نظر دسترگومــــي پــــرزړه واردخـــنـجـــردی fd عـــالـم ټول راخـبرچـي ديوانـه دخپل مـحـبـوب يم فـلــک راتـه لــــــيـکـــلي زه په دي فـکرکي ډوب يم ډبري مــــــــي پــرســراوري ټول وايـې چي ابـتر دی پـــه يــــونــظــــردسـترگــــــومي پرزړه واردخنجردی fd دزهــــروجــام په لاس ديــــاردامـــــرانتــــظاريــــــــــــم که راکړي اجـازه راتــه پـــه دي شکــــرگـــــزاريـــــــم پرسر ده دارچي زانگي مسکين ياره دادي سردی په يو نظردستــــرگـــــومي پـــــرزړه واردخنجــــردی
15 /5/1371 مسکينيار
مخامخ
زړه ورته گـــــوره راروان دی دلبر جان مـخــامــــخ نن مي پر خوا په خوشهالي راغی جانان مخامخ
زمــا پر سوخــتن باندی مــــي شمعه په ژړا ولــیده پرواني هم ځان په سره اور کي کی سوزان مخامخ
دنـــازولـــو د ټولـــی را جــــلا ســو دلــبـــــــــر زما پر بهــــار باندی چي ولیــدل خزان مخامــــخ
ستــرگـــو دیدن مــو مبارک شه د لیـدو د اشــــــنا راغی د سرو اوښکو سیلاب زما پر گریوان مــخامخ
بو وار غوټــی ته د نسیم پیغـام راوړی دی نــن بلـبل په سرو شنډو چــی ولیدل گلان مخامــخ
زړگــــیه ووهـــه ټــوپـــونه په کــــــوگل کي یو وار د ټپ گنــــــډلو تــه دی راغــله طـبیـبان مــخامـخ
سینــــه کبــــاب به گرځیدلی په غمو د گــــلفام د مسکین یار پر ژوند دی راوستی طوفان مخامخ
20/2/1387 فراه
ځان ساته ځان ساته ګریوانه د سرو او ښکو د سیلاب څخه ځان ساته جنونه د مجــنون د عشق دباب څخه
پـــیاله که راکوي ساقي په پټه پټې را کــــــــړه ځان ساته ای پیره د مینا او دشـــــــراب څخه
مه وایه زاهـــــده د توبو حــــــــال راته مـــــه وایه ځان ساته ای شیخه دریا رنگــــین نقــــاب څخه
ستـــړی یـــې کاروانه دلته واړوه نور ولاړ نسي ځـان ساته ای رباطـه د مزل او د سراب څخه
ټوله غم او درد دی نه وصــــــال او نه قرار لـــري ځان ساته ای رنده د عشاقو او د کتاب څــــخه
چیغې دي نور بس کړه عندلیبه داستان مه وایه ځان ساته بلــــــــــبله د اغزو او دگلاب څخه
وکــــــړه طوافونه پر هیرو که دی بقا غــــــــواړی ځان ساته پتنـــــــګه د اورو او د کــــباب څخه
ګوره قهر جن اسمانه اوښکي چي را توۍ نکړي ځان ساته طــــــوفانه د ساحل او دحباب څخه
منم چی درسره د مسکینیار د سنګسار حکم دی ځان ساته واعظــــه د عظـــــیم رب د عذاب څخه
20/9/1387
لوی خدايه لویه خدایه ستا عاجزه یم بنده خو گنکار یم یو څو ورځی دی دنیا کی گرفتار یم *** انسانان په ښه صورت چی دی پیدا کړه نعمتونه دی بیشمیره را عطاء کړه لمر سپوږمی چی شپه او ورځ دی راهنما کړه باران باد هم زموږ لپاره دی اقرار یم *** داسی عقل فکر غواړم چی ستا وکړم معرفت داسی ژبه احساس غواړم چی ستا ووایم عظمت داسی لاسی او پښې هم غواړم چی ستا وکړمه خدمت استغفار غواړمه ربه ستا و در ته امید وار یم *** جګ جګ غرونه و اسمان ته چي نظر کړم ځمکه فرش ده غوړلي پری ګذر کړم سیارات دی چی همیش باندی سفرکړم کائناتو موجوداتو خبردار یم *** چی نصیب می سوه دردونه ستا قضاء وه مصیبت غم او ښادی هم ستا له خوا وه زه همیش یمه رضا چي ستا قضأ وه لاس نیولی په دعا زه مسکین یار یم 4/10/1370 ایران
|
|
+ نوشته شده در
دوشنبه 1387/09/25ساعت 13:13 توسط Abdul Jabar Mutmaen ( غفاری ) |
|
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو وبلاگ عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
بسم الله الرحمن الرحیم
د وبلاك د مسئول مدير وينا : ګـــــــرانو وړونو: ستاسی دراتلو نه و دی وبلاګ ته لمړی ډیره مننه کوم او دویم دا وایم چی خدای مو راوله او هرکله راشی. ستاسي راتګ ودي وبلاګ ته ددي وبلاګ یو ځانګړی افتخار دی . دا وبلاګ غواړي چي ستاسي اسلامي اندیښني تقویه کړي. او د سپیڅلي دین اسلام په چوکاټ کښي تاسي ته خوږي قصي ، د زده کړي وړ توکي ، عامه معلومات ، په زړه پوري ټوکي ټکالي او جالبه او ښائسته مطالب وړاندي کړي.. نو داسي نه چي یوازي همدا د وبلاګ لیکونکي او کارکونکي دي چي دا ټول شیان ستاسي په خدمت کښي وړاندي کوي، بلکي دا همدا ستاسي په شان ځوانان او زده کونکي دي چي دا مطالب تاسي ته وړاندي کوي . نو تاسي هم همدا اوس یو ښکلی مطلب ولیکئ او خپل نورو دوستانو ته یي د دي وبلاګ له لاري وړاندي کړئ.. البته ستاسي ښکلي نظریات او دوستانه پیشنهادات او اصلاحي انتقادات هم د قدرداني او ستایني وړ دي ځکه چي مشرانو ویلي دي « اصلاح په انتقاد کښي وي» او که چیري وغواړئ زمونږ سره په تماس کي شئ نو په دا لاندي نمبرونو باندي کولي شئ اړیکه ټینګه کړئ. 0703707902 0798208070 او همدارنګه زمونږ دایمیل ادرس هم ستاسي محترمینو په درانه خدمت کښي دی. Hamed_ghafari313@yahoo.com ajmutmaen@gmail.com یادونه: هغه ګران او محترم وړونه چي غواړي ددي وبلاګ د مطلبونو چخه په خپلو وبلاگونو او یا کومو نورو مطبوعاتو کښي استفاده وکړي، د وبلاګ مسئولین هغوي ته اجازه ورکوي . لاکن د سرچیني یادونه ضروري او حتمي ګڼي. او له دي قانون څخه د سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي. په ډیر درناوي او احترام د وبلاگ مدیر عبدالجبار مطمئن غفاری. دفراه ولایت د توحید علمی فرهنګی ټولني فرنګی مسئول. |
|
RSS
|